د لاسرسي ځای

تازه خبر

الکوزی: له کراچۍ بندره د افغان کانټینرو د لېږد بهیر ښایي څو ورځې واخلي


په کراچۍ کې افغانستان ته تلونکې یوشمېر لارۍ ولاړې دي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې افغانستان ته تلونکې یوشمېر لارۍ ولاړې دي - پخوانی انځور.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې یو مسوول وايي، د یو قانوني عمل تر بشپړولو وروسته به د پاکستان له کراچۍ څخه د افغان سوداګرو د زرګونو کانټینرو لېږد پیل شي.

خان جان الکوزي د نومبر پر ۱۸مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، ممکنه ده چې دا کار څو ورځې وخت واخلي.

خو نوموړي تر دې مخکې د نومبر پر ۱۶مشال راډیو ته ویلي ول چې د هغو کانټینرونو د لېږد بهیر به د نومبر پر ۱۷مه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کراچۍ په بندر کې له شاوخوا درو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو ۳،۷۰۰ کانټینرونه بند پاتې دي.

الکوزی وايي، "په ۳۶۲ کې ممنوعه مواد بار دي" چې په اړه یې ورته د پاکستان چارواکو ویلي دي چې "محصول به یې پرې کېږي" او بیا یې سوداګر په هغه هېواد کې خرڅولای شي او یا یې بل هېواد ته لېږدولای شي.

افغان سوداګر وايي چې هغه کانټینرونه په خوړو، برقي سامانونو، د مشینونو په پرزو، رخت او کیمیاوي مواد بار دي.

اسلام اباد وايي چې داسې شیان د افغانستان په نوم واردېږي چې هلته یې اړتیا نه شته او بیا پاکستان ته قاچاقېږي چې له کبله یې ورته مالي زیان اوړي.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې له افغانستان سره په ټرانزېټ تجارت تړون (اپټا) کې بدلون وکړ او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG