د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد د چمن سوداګرو او مزدورانو پرلت دوام لري


په چمن کې پرلتوال
په چمن کې پرلتوال

د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد د سلګونو خلکو پرلت نن پر پینځمه ورځ هم روان دی.

د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي.

په چمن کې د لغړي اتحاد يا پنډيانو مشر غوث الله د اکتوبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د پاسپورټ او ويزې په لازمې کېدو سره به د سيمې زرګونه کسان بې روزګاره شي. هغه زیاته کړه: "موږ تر هغه وخته پرلت نه ختموو چې [حکومت] زموږ د پاسپورټ ختمولو مطالبه بېرته نه وي اخيستې. موږ په هېڅ صورت پاسپورټ نه منو. زموږ دلته په چمن کې نه بل روزګار شته او نه مو کارخانې شته. زموږ روزګار له بارډر (پولې) سره تړلی دی او زموږ هلته په اربونو روپۍ بندې دي."

بلخوا د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د امنيت د ټينګښت او د قاچاق د مخنيوي لپاره يې د پاسپورټ او ويزو شرط اېښی دی. نوموړي زياته کړه چې له پرلتوالو سره يې خبرې روانې دي او هيله من دی چې يو نتيجې به ورسېږي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه پخوا د تګ راتګ لپاره ډېرې لارې وې خو پر کرښه د اغزن تار تر غځېدو وروسته د دواړو هېوادونو وګړي یوازې د تورخم، چمن، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستانونو له لارې قانوني تګ راتګ کولای شي.

پاکستان د ۲۰۱۶ز کال د جون له لومړۍ نېټې پر تورخم او چمن لارو د تلونکو راتلونکو لپاره د قانوني سفري اسنادو( پاسپورټ او ویزې) لرل لازمي کړي دي.

د تورخم پر لاره خلک له ویزې پرته سفر نه شي کولی او یوازې ناروغان او ورسره یو تن له ویزې بغیر پاکستان ته د تګ اجازه لري خو د چمن پر پوله ګڼ خلک د ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ کوي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنيو وګړو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی دی چې له هغه هېواده ووځي. حکومت ويلي تر هغه وروسته به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه کوي.

XS
SM
MD
LG