د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د سردار اختر مېنګل په مشرۍ د "امن" په نوم لاریون کېږي


لاریون د بي اېن پي (مېنګل) په مشرۍ کې له وډ څخه د کوټې پر لوري پیل شوی دی ـ پخوانی انځور.
لاریون د بي اېن پي (مېنګل) په مشرۍ کې له وډ څخه د کوټې پر لوري پیل شوی دی ـ پخوانی انځور.

بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل) له د خضدار له وډ څخه تر کوټې پورې د امن په نوم لاریون پیل کړی دی.

هغه ګوند پر خپله رسمي اېکس پاڼه، چې پخوا یې نوم ټوېټر وو، لیکلي دي چې د اکتوبر پر ۲۲مه د خپل مشر سردار اختر مېنګل په مشرۍ د یوې "وژونکې ډلې (ډېت سکواډ) پر ضد" کوي.

هغه ګوند تور پورې کوي چې ریاستي ادارو د سیاسي مخالفینو ختمولو لپاره هغه ډله جوړه کړې ده خو د پاکستان حکومت دا تور ردوي.

پر ټولنيزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ګاډو لویه قافله روانه ده او د سړک دواړو غاړو ته یې ښځې، سړي او ماشومان هرکلي ته ولاړ دي.

د اکتوبر پر ۱۵مه د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر مېنګل تور پورې کړی وو چې د خضدار په وډ سيمه کې د قبايلي جګړې په نوم ورباندې د برید "ستراتيژيک پلان" جوړ شوی دی.

خو هغه دا نه دي ويلي چې پلان چا جوړ کړی، البته مخالف لوري ته يې د "وژونکې ډلې (ډېت سکواډ)" اصطلاح استعمال کړې ده چې ښايي اشاره یې خپل قبایلي مخالف شفيق مېنګل ته وي.

وډ د بلوچستان نیشنل ګوند د مشر اختر مېنګل پلرنی کلی دی چې هلته يې له کلونو راهيسې د خپلې قبیلې له يو بل مهم کس شفيق مېنګل سره شخړه روانه ده. دواړو ډلو پر یو بل د پلویانو او کسانو تښتولو تورونه پورې کړي دي.

شفيق مېنګل پخوا د یوې ناقانونه بلوڅ وسلوالې ډلې مشر وو او دا مهال سياسي هلې ځلې کوي. پخوا پر شفیق مېنګل په خضدار او شاوخوا سيمو کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو پرضد د وسلوالو فعاليتونه کولو تور وو. هغه د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال مشرف په کابينه کې د شامل پخواني وفاقي وزير نصير مېنګل زوی دی.

شفيق مېنګل اوس د "جالاوان عوامي پینل" په نوم ډله لري. خو هغه له دې انکار کوي چې کومه وسلواله ډله لري بلکې څو کاله وړاندې يې له مشال راډېو سره په مرکه کې دعوه کړې وه چې "په سيمه کې د سردارانو د ظلمونو پر ضد مبارزه کوي."

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې دواړو خواوو تر هغې وروسته ډزبندي وکړه چې د سیمې د پښتنو او بلوڅو مشرانو یو پلاوی د پخواني اعلا وزیر نواب اسلم رییساني په مشرۍ وډ ته ولاړ او له مخالفو خواوو سره یې جلا جلا خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG