د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅو د مینګل قبیلې دوه مخالفې ډلې په ډزبندۍ رضا شوي


ډزبندي وروسته له هغې وشوه چې د بلوچستان د پخواني وزیراعلا نواب اسلم رییساني په مشرۍ د پښتنو او بلوڅو پلاوی سیمی ته ولاړ ـ پخوانی انځور.
ډزبندي وروسته له هغې وشوه چې د بلوچستان د پخواني وزیراعلا نواب اسلم رییساني په مشرۍ د پښتنو او بلوڅو پلاوی سیمی ته ولاړ ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان خضدار ضلعې په ووډ سیمه کې د بلوڅو مینګل قبیلې دوه مخالفې ډلې په ډزبندۍ رضا شوي دي.

دواړو خواو له هغې وروسته ډزبندي وکړه چې د سیمې د پښتنو او بلوڅو مشرانو یو پلاوی د پخواني اعلا وزیر نواب اسلم رییساني په مشرۍ کې د جولای پر ۲۱مه ووډ سیمې ته ولاړ او له مخالفو خواوو سره یې جلا جلا وکتل.

ووډ د بلوچستان نېشنل ګوند د مشر اختر مېنګل پلرنی کلی دی چې هلته يې له کلونو راهيسې د خپلې قبیلې له يو بل مهم کس شفيق مېنګل سره شخړه روانه ده. دواړو ډلو تور پورې کړی چې د يو بل کسان يې تښتولي دي.

شفيق مېنګل د ناقانونه بلوچ مسلح دفاع ډلې پخوانی مشر وو او دا مهال سياسي هلې ځلې کوي. پخوا پر شفيق مېنګل دا تور وو چې هغه په خضدار او شاوخوا سيمو کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو پرضد وسله وال فعاليتونه کول. دی د پاکستان د پخواني پوځي امر جنرال مشرف په کابينه کې شامل د وفاقي وزير نصير مېنګل زوی دی.

شفيق مېنګل اوس د جهالاوان عوامي پېنل په نوم ډله لري.

د ډز بندۍ د اعلان پر مهال اسلم رییساني خبریالانو ته وویل چې هغه په سیمه کې پاتې کېږي او تر هغې به وي چې په ووډ کې پوره امنیت نه وي ټینګ شوی. هغه وویل د دې لپاره د مېنګل قبیلي د مشرانو سره د کتنو لړۍ روانه ساتي.

د سیمې خلک وایي د ډزبندۍ تر اعلان وروسته په ووډ کې تر څلورو ورځو بند دوکانونه بېرته خلاصېدل پیل شوي دي.

د سیمې دوکانونه د جولای پر ۱۹مه د بلوچستان نېشنل ګوند د مشر اختر مېنګل او د هغه د سیاسي او قبایلي حریف شفیق الرحمان مېنګل ترمینځ د نښتو په نتیجه کې تړل شوي ول.

بل لور ته د بلوچستان حکومت وایي، په ووډ سیمه کې د ترینګلتیا د ختمېدو هڅه کوي. د اعلا وزیر ویاند بابر یوسفزي د جولای په ۲۱مه په یو بیان کې ویلي چې اعلا وزیر د ووډ د وضعې په اړه د اړونده چارواکو سره په تماس کې دی: ''دا قبایلي او حساسه مسله ده. وزیراعلا هڅه کوي چې د خبرو له لارې دا ستونزه هواره کړي ځکه چې د جنګ له لارې دا ستونزه نشي هواریدلای.''

بل پلو بلوچستان هایکورټ هم د ووډ د وضعې په اړه د درخواست اوریدنه پيل کړې ده.

په ووډ کې د اختر مېنګل او شفیق مېنګل ترمینځ شخړه له پخوا راهیسې ده چې کله نا کله پکې دواړه خواوې د یو بل پر ضد سپکې او درنې وسلې کاروي.

د جولای تر ۱۹مې د دواړو خواوو ترمینځ په نښتو کې د حکومتي چارواکو په وېنا د دوه ماشومانو په ګډون پینځه کسان ژوبل شول.

دا راز د کوټۍ او کراچۍ لوی سړک هم په ووډ سیمه کې څو څو ځل بند کړل شوی چې له امله یې مساپر له مشکلاتو سره مخامخ کړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG