د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر مېنګل دعوه کړې چې ورباندې د بريد پلان جوړ شوی دی


د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل. پخوانی انځور
د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل. پخوانی انځور

بلوچستان نېشنل پارټي (مېنګل) مشر تور پورې کړی چې د خضدار په ووډ سيمه کې د قبايلي جګړې تر نامه لاندې ورباندې د برید ستراتيژيک پلان جوړ شوی دی.

اختر مېنګل د اکتوبر پر ۱۶مه دا خبره تر هغې وروسته پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې په همدغه ورځ د نوموړي د ګوند غړيو په کوټه کې مظاهره وکړه. هغه دا نه دې ويلي چې پر ده د مبیینه برید پلان چا جوړ کړی، خو البته مخالفه ته يې د وژونکې ډلې (ډيت سکواډ) اصطلاح استعمال کړې ده. ښايې د هغه اشاره خپل قبایلي مخالف شفيق مېنګل ته وي. مظاهره چيانو هم د پاکستان پر حکومت تور پورې کړ چې "د شفیق مينګل په ملاتړ کولو سره په راتلونکو ټاکنو کې د اختر مېنګل د بریا مخه نيسي. "

د اختر مېنګل او مظاهرچيانو تورونو ته حکومت او نه هم شفيق مېنګل تراوسه پورې کوم غبرګون ښوولی دی، البته د بلوچستان پخواني حکومت د جولای په مياشت کې ويلي ول چې په ووډ سیمه کې د ترینګلتیا د ختمېدو هڅه کوي. د پخواني اعلا وزیر ویاند بابر یوسفزي د جولای په ۲۱مه په یو بیان کې ویلي چې قدوس بزنجو د ووډ د وضعې په اړه د اړونده چارواکو سره په تماس کې دی: ''دا قبایلي او حساسه مسله ده. وزیراعلا هڅه کوي چې د خبرو له لارې دا ستونزه هواره کړي ځکه چې د جنګ له لارې دا ستونزه نشي هواریدلای.'

ووډ د بلوچستان نېشنل ګوند د مشر اختر مېنګل پلرنی کلی دی چې هلته يې له کلونو راهيسې د خپلې قبیلې له يو بل مهم کس شفيق مېنګل سره شخړه روانه ده. دواړو ډلو تور پورې کړی چې د يو بل کسان يې تښتولي دي.

شفيق مېنګل د ناقانونه بلوچ مسلح دفاع ډلې پخوانی مشر وو او دا مهال سياسي هلې ځلې کوي. پخوا پر شفيق مېنګل دا تور وو چې هغه په خضدار او شاوخوا سيمو کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو پرضد وسله وال فعاليتونه کول. دی د پاکستان د پخواني پوځي امر جنرال مشرف په کابينه کې شامل د وفاقي وزير نصير مېنګل زوی دی.

شفيق مېنګل اوس د جهالاوان عوامي پېنل په نوم ډله لري. خو هغه له دې انکار کوي چې کومه وسلواله ډله لري بلکې څو کاله وړاندې يې له مشال راډېو سره په مرکه کې دعوه کړې وه چې "په سيمه کې د سردارانو د ظلمونو ضد مبارزه کوي."

اختر مېنګل ليکلي دي چې د هغه د خلکو د ځپلو لپاره ټولې لارې چارې استعمالېږي او خلک له سيمې څخه کډه کولو ته مجبوره شوي دي. نوموړي پر خبريالانو او سياستوالانو هم تنقید کړی چې په وينا يې، هغوي پر دغو حالاتو خاموشه دي.

تردې وړاندې د ۲۰۲۳ز کال د جولای په میاشت کې دواړو خواو له هغې وروسته ډزبندي وکړه چې د سیمې د پښتنو او بلوڅو مشرانو یو پلاوی د پخواني اعلا وزیر نواب اسلم رییساني په مشرۍ کې ووډ سیمې ته ولاړ او له مخالفو خواوو سره یې جلا جلا وکتل.

اختر مېګل پر اېکس پاڼه ليکي چې د ستونزې د حلولو لپاره هر تړون یوازې وژونکې ډلې (ډيت سکواډ) ته ګټه رسوي.

XS
SM
MD
LG