د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د "ناسمې" سرشمېرنې ضد عدالت کې درخواست دایر کړل شوی


په پاکستان وروستۍ سرشمېرنه سږکال په مارچ کې پیل شوې وه ـ پخوانی انځور.
په پاکستان وروستۍ سرشمېرنه سږکال په مارچ کې پیل شوې وه ـ پخوانی انځور.

پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند وايي د ۲۰۲۳م کال په سرشمېرنه کې له پښتنو سره بې انصافي شوې ده او دوی یې پرضد عدالت ته د تلو پرېکړه کړې ده.

دوی وايي، یو پلو په لوی سر کې د بلوچستان ابادي کمه کړل شوې او بل په صوبه کې دننه د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې د ابادۍ زیاتېدو کچه په نامناسبه توګه عملي شوې ده.

دا له هغه وروسته ده چې یاد ګوند د دې پرضد په یو شمېر سیمو کې احتجاجونه هم وکړل خو د دوی په وینا غږ یې وانه ورېدل شو.
د دې ګوند د قانوني چارو صوبايي‌ سیکرټري ایډوکېټ حبیب الله ناصر د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل هم دا وجه ده چې دوی اوس د بلوچستان های کورټ ته ځي.
خو تر دې وړاندې هم پر دې مسله د بلوچستان های کورټ ته درخواست ورکړل شوی وو خو هغه های کورټ رد کړی وو.

د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې یو مخکښ ایډوکېټ کامران مرتضا د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې هغه درخواست دوی په اګست میاشت کې د ده د زوی حسن کامران ایډوکېټ په مدعیت کې ورکړی وو.

کامران مرتضا وویل دوی په دې نه پوهېږي چې بلوچستان های کورټ څنګه پر دومره مهمه مسله د دوی هغه درخواست رد کړی وو.

له ایډوکېټ حبیب الله ناصر څخه مې وپوښتل چې های کورټ وار له مخه داسې درخواست رد کړی دی نو دوی بیا ولې یاد عدالت ته ځي؟

هغه وویل دوی های کورټ ته داسې دلایل وړاندې کوي چې په دې مردم شمارۍ کې د ایین له مخې له بلوچستان سره زیاتی شوی دی. "موږ له نویو سوالونو، حقایقو او اعداد و شمار سره ورځو او ورته وایو چې دا د پاکستان د ایین د ډېرو دفعو خلاف ځکه ده چې له دې سره په این ایف سي ایوارډ کې د بلوچستان د برخې په ګډون د وفاق له خوا په ټولو مراعاتو کې زموږ صوبه متاثره کېږي."

ایډوکېټ کامران مرتضا وویل، د بلوچستان های کورټ له خوا تر ردېدو وروسته دوی د سېپټمبر پر پینځمه په سپریم کورټ کې هم درخواست جمع کړی دی خو تر اوسه پرې څه پرمختګ نه دی شوی. "هغه مسله موږ اوس په سپریم کوټ کې راپورته کړې ده خو زموږ پر درخواست تر اوسه د اورېدنې لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې، موږ څو ورځې وړاندې دا درخواست هم پسې ورکړی دی چې زموږ هغه لومړی درخواست دې په عاجله توګه واورېدل شي خو اوس ګورو چې مخته څه کېږي؟"

ایډوکېټ حبیب الله ناصر او ایډوکېټ کامران مرتضا وویل، دوی غواړي چې په ابادۍ کې د کمي کولو له کبله چې د بلوچستان کومې پارلماني چوکۍ نه دي زیاتې شوې، هغه دې زیاتې کړل شي او هم دې د هغو ټولو مراعاتو ازاله وشي چې د ابادۍ پر اساس ورکول کېږي.

د پاکستان د شماریاتو ادارې ویاند محمد سرور ګوندل د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، اوس چې دا مسله عدالت ته تللې ده نو دوی پرې خبرې نشي کولای.

خو د ده په وینا، دوی په ابادۍ کې کمی نه دی کړی او د پارلماني چوکیو زیاتول یا کمول اوس د انتخاباتو په کمېشن پورې تړلې مسله ده.

د انتخاباتو کمېشن د بلوچستان مشر شریف الله مروت د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل دوی په دې اړه تر هغه وخته څه نشي ویلای چې عدالت د دې دواړو درخواستونو په اړه څه پرېکړه نه وي کړې.

خو د ده په وینا، اوسمهال خو د ۲۰۲۳م کال د سرشمېرنې پر اساس دوی د انتخاباتو پر لور روان دي. "د انتخاباتو کمېشن خو خپله تیاري روانه کړې ده او د جنورۍ اعلان یې کړی دی او تیاري دا ده چې پر حلقه بندیو کار وران دی."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ هم د اکتوبر پر ۱۳مه په پېښور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې به په ملک کې عام انتخابات ترسره کېږي.

د پاکستان د ایین له مخې، چې کله اسمبلۍ ماتې شي نو باید په ۹۰ ورځو کې دننه عام انتخابات وشي خو د پاکستان د پارلمان ایین موده د تېرې اګست میاشتې پر ۱۲مه پای ته رسېدلې وه خو انتخابات پنځه میاشتې وروسته یانې په جنورۍ کې اعلان شوي دي.

XS
SM
MD
LG