د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې نویو ټاکنیزه حلقو لپاره بحث او مشورې کېږي


د پاکستان وفاقي کابينې پهنووحلقه بنديانو بحث او مشورې لپاره په قامي اسمبلۍ کې آئيني تر ميمي بل راوړو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مطابق د پاکستان تر آرټيکل ۵۱(۵) لاندې نوې حلقه بنديانې د سر شمېرنې حتمي راپور راتلو پس کېږي۔خو د پاکستان شمارياتو اداره وايي چې د سرشمېرنې حتمي راپور د ۲۰۱۸ اپرېل مياشتې مخکې نشي خپرېدی۔

بل خوا انتخاباتي کمېشن وايي چې د ۲۰۱۸ ټول ټاکنې به د د راتلونکي کال جولائي مياشت کې کېږي.

د چارشنبې په ورځ د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د کابينې غونډه وشوه او پکې دا تجويز رامخې ته شو چې د نوې حلقه بنديانو لپاره به په بل کې تر ميم کوي او د سر شمېرنې په عبوري راپور به حلقه بنديانې کوي۔

په دې اړه د پاکستان د شمارياتو محکمې مېډيا ډائريکټر حبيب الله خټک مشال رېډيو سره خبرو کې زياته کړه.

(ابتدايي او عبوري نتېجې خپرېدی نشي ،عام معلومات لپاره استعماليدې شي نو موږ دوي ته دا ووېل چې تاسو په قانون کې ورته تر ميم وکړئ،دوي دا تر ميم قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی او چې کله وشي نو موږ به دا راپور خپور کړو او اليکشن کميشن ته به حواله کړو.)

په ملک کې انتخاباتو لپاره حلقه بنديانې د پاکستان انتخاباتي کمېشن کوي،

هم په دې لړ کې د ياد کمېشن ميډيا ډايريکټر هارون شنواري مشال رېډو ته ووېل چې د انتخاباتو نه شپږ مياشتې وړاندې حلقه بنديانې کول ضروري وي

د نوموړي په وېنا چې که حلقه بنديانې په وخت ونه شوې نو راتلونکې اليکشن کې خامۍ رامخې ته کېدې شي او په انتخاباتو ګوتې پورته کېدې شي۔

(که دا ټول ټاکنې په زړو حلقه بنديو وشي نو بيا به خوامخا سوال پورته کېږي په دې بيا يو تن سپريم کورټ ته تلې شي د دې خلاف درخواست جمع کولې شي او دا انتخابات ورستو کولې هم شي نو دا ډېره نازکه مسله ده او په دې بيا بيا زورورکو او د حکومت او متعلقه ادارو په دې لور پام راګرځوو چې په دې اړه دې زر فيصله وکړي چې موږ ته کار آسان شي ځکه چې دا به اليکشن کمېشن کوي نو چې د الېکشن کمېشن لاسونه تړلی شوي وي نو په بيا بيا ويل هم ګران شي او دا به هم ګرانه وي چې په وخت الېکشن وشي.)

دا وخت د ۱۹۹۸ په سرشمېرنې تر حلقه بنديانو لاندې د قامي اسمبلۍ ۲۷۲ چوکۍ دي چې پکې د اسلام اباد ۲، پنجاب ۱۴۸ سېند ۶۱خېبر پښتونخوا ۳۵، فاټا ۱۲ او بلوچستان ۱۴ څوکۍ دي.

نوې حلقه بندۍ څومره ضروري دي او ايا دې سره د قامي اسمبلۍ په نشستونو کې کومې يوې صوبې ته اضافي نشستونه او ګټي تر لاسه کېدې شي؟

په دې اړه د سياسي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري زياتوي:

(له دې سره د پنجاب صوبې په قامي اسمبلۍ کې ۲،۳ نشستونه کمېدی شي خو سېند او بلوچستان ته به ترې فايده رسي او هغوي ته اضافي نشستونه مېلاوېدی شي،د خېبر پښتون خوا ته نشستونه هله زياتېدې شي چې که فاټا د دې هر څه نه مخکې په خېبر پښتونخوا کې ورګډه شي،خو نوربه داسې زيات فرق نه پريوځي.)

په ملک کې اخيرنۍ سر شمېرنه په کال ۱۹۹۸ کې شوې وه چې د کوم ورستو حلقه بنديانې شوې وې۔د څه ورستوبه چې اوس ۱۹ کاله پس نوې حلقه بنديانې کېږي.

XS
SM
MD
LG