د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جولای پر شپږمه به د بلدیاتي ټاکنو لپاره کار پېلوو: سهېل احمد


د پاکستان د ټاکنو کمیسیون
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون

پراګ- د خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، د بلدیاتي ټاکنو لپاره به د جولای د شپږمې نېټې د ټولې صوبې د کلیو په کچه یا د وېلج کونسلو او نېبر هوډ کونسلو د حلقه بندیانو کار پېليوي.

نوموړی وايي، په ۲۰۱۷ز کال کې چې کله سر شمېرنه وشوه، نو د هغې وروسته په ابادۍ کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړی په وینا، نو ځکه به اوس په ټوله صوبه کې د کلیو په کچه چې ورته وېلج کونسل او نیبر هوډ کونسل وایي حلقه بندیانې کېږي.

هغه زیاته کړه، له دې سره یوه مهمه خبره دا هم ده چې دا انتخابات به په قبایلي ضلعو کې هم کېږي، هلته چونکې له سره د دې ډانچه نه شته نو ځکه د دې کول هلته ډېر ضروري دي.

نوموړی زیاتوي، دا کار به د جولای د شپږمې نېټې پیلېږي او د اکتوبر میاشتې پر ۱۳مه به د حلقه بندیو حتمي فهرست جاري شي.

د خیبر پښتونخوا بلدیاتي ادارو د قانون ترمخه د بلدیاتي حکومتونو د څلورو کالو اییني مودې تر ختمېدو وروسته د ۱۲۰ ورځو په اییني موده کې باید ټاکنې ترسره کړل شي.

خو د صوبې انتخاباتي کمېشن وایي، د قبایلي ضلعو په صوبه کې د شاملېدو وروسته د بلدیاتي ادارو د نویو حدونو د ټاکلو لپاره طریقه کار جوړولو وخت واخېست.

بلخوا د بره دیر یو پخواني ناظم صاحبزاده فصیح الله د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، د صوبې په زیاترو ضلعو کې د کلیو په کچه له وړاندې حلقه بندیانې شوي دي او باید دا کار نور ونه ځنډول شي.

نوموړی وايي، د ویلج کونسلو په کچه انتخابات کول پخپله یو نا مناسبه کار دی.

نوموړی زیاتوي، د بلدیاتي نظام درې مهمې برخې وې، ضلعي، تحصل او کلی یا وېلج کونسل. نو دوی ترې ضلعي حکومت ختم کړ او دغه یې په ویلج کونسلو کې تقسم کړ، او دا حلقه بندي هم اوس د ویلج کونسلو په کچه کېږي چې زیاتره پخوا شوي دي.

د صوابۍ ضلعې پخواني ناظم محمد زاهد د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، باید الېکشن کمېشن د حلقه بندیو کار د دوی د ضلعي حکومتونو ختمېدو وروسته په خپل وخت کې ترسره کړی وو.

نوموړی وویل، نوې حلقه بندي د یو نوي بحث پېلولو لپاره کوي، دا هم د ځنډ یو طریقه کار دی، ابادي زیاته شوې ده. خو په تېرو صوبایي انتخاباتو کې یې د صوابۍ حلقې د شپږو څخه پنځو ته راکمی کړی.

نوموړی وايي، زه داسې امکنات نه وینم چې سږ کال به دوی بلدیاتي ټاکنې ترسره کړي.

نوموړی دا هم وویل، بلدیات اوس هم د خلکو لپاره یو ډېر ښه نظام دی، سره له دې چې اوس موږ سره هغه اختیارات هم نه شته خو بیا هم خلک د خپل کور کلي مسلې موږ ته راوړي.

بلخو د الېکشن کمېشن ویاند سهېل احمد وایي، دوی به د اکتوبر میاشتې کې د حلقه بندیانو د حتمي لسټ جاري کولو وروسته د بلدیاتي انتخاباتو نېټه اعلانوي.

نوموړی وايي، د حتمي لسټ وروسته د بلدیاتي انتخاباتو ټولو ضروري انتظاماتو ترسره کولو وروسته به الېکشن کمېشن په مناسب وخت د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۱۵ز کال د مې پر۳۰مه بلدیاتي انتخابات ترسره شوي وو چې اییني موده یې د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر ۲۸مه پای ته رسېدلې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG