د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان چارواکي وايي د کډوالو ۱۵۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي


د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته يوشمېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. پخوانی انځور
د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته يوشمېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. پخوانی انځور

دا معلومات  چارواکو د بلوچستان اعلا وزیر ته په یوه غونډه کې ورکړل چې د اکتوبر پر اتمه نېټه په چمن کې شوې وه.

د بلوچستان چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې تر ۱۵۰ زیاتې افغان کورنۍ د چمن له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا معلومات چارواکو د بلوچستان اعلا وزیر ته په یوه غونډه کې ورکړل چې د اکتوبر پر اتمه نېټه په چمن کې شوې وه. د اعلا وزیر له دفتره په خپاره شوي بیان کې ويل شوي چې علي مردان ډومکي وړاندېز کړی چې د افغانانو د تګ راتګ د اسانۍ لپاره باید د افغان قونسلګرۍ يوه څانګه په چمن کې هم پرانیستل شي.

بیان زیاتوي اعلا وزیر دعوه وکړه چې قانوني اسناد نه لرونکيو بهرنیو وګړيو ضد عملیاتو کې هيڅ توپیر نه کوي او افغانانو ته په اشاره يې زیاته کړه چې دا خبره غلطه چې حکومت يوازې افغانان په نښه کوي.

د پاکستان حکومت پرېکړې افغان کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

د بیان په وينا، د چمن مرستيال کمېشنر غونډې ته وويل چې دوی اسناد نه لرونکيو افغانانو لپاره په ښار کې درې کېمپونه جوړ کړي دي چې افغانستان ته تر استولو له مخه به يې هم هلته ساتي. هغه دا هم وويل چې د امنیت ټيګولو په خاطر يې په چمن کې د ليويز او پوليس سرتېرو شمېر زیات کړی دی.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د بخښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو نګران وزیر مرتضا سولنګي ویلي دي چې په هغه هېواد کې زیاتره بې اسناده خلک افغان کډوال دي چې حکومت یې په هېڅ صورت ورته هلته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړي دا څرګندونې د اکتوبر پر اوومه نېټه پر داسې مهال کړې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې (ای او اېم) له اسلام اباده غوښتي دي چې د هغو ټولو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل وطن ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخامخېږي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتي دي چې افغانان دې په زور له هېواده نه باسي.

هلته د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه په پېښور او کوټه کې د جلا، جلا غونډو پر مهال له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غندلی دی.

مرتضا سولنګي د اکتوبر پر اوومه د پاکستان د اردو ژبې له ډان نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې په هغه هېواد کې ټول ۱۷ لکه بې اسناده او ناقانونه خلک اوسي چې زیاتره یې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هلته ورغلي دي.

په همدې حال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې غونډې ته په وینا کې پر پاکستان غږ وکړ چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

پاکستان لنډمهالي حکومت لا د نوموړي څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې یوازې هغه کسان نیسي چې په هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

اسلام اباد له افغانانو پرته، نورو بې اسناده کسانو ته هم د نومبر تر لومړۍ پورې له پاکستانه د وتلو امر کړی دی.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG