د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا او هند له خپلو هېوادونو د يو بل د دوو ديپلوماتانو د شړلو امر وکړ


په هند کې د کاناډا سفارت مخې ته پولیس ولاړ دي.
په هند کې د کاناډا سفارت مخې ته پولیس ولاړ دي.

د هند بهرنيوو چارو وزارت د سيپتمبر پر ۱۹مه وويل چې په نوي دهلي‌کې یې د کاناډا سفارت يو لوړپوړي ډيپلومات ته په پينځوو ورځو کې د وتلو امر کړی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې د کاناډا بهرنيوو چارو وزیرې مېلاني جولي په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې يو لوړپوړی هندی ډيپلومات له خپلې خاورې وباسي. هغې زیاته کړه چې دا کار ځکه کوي چې د کاناډايي‌استخباراتو موندنې ښيي چې د جون په مياشت کې د وژل شوي کاناډايي‌ وګړي هرديپ سينګ نجر په وژنه کې هند لاس لري.

د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو په پارلېمان کې د وينا په وخت ورته خبرې وکړي. هغه وويل چې هند د کاناډا خودمختارۍ ته زیان اړولی او د يو کاناډايي‌ وګړي په وژنه کې یې تړاو موندل شوی دی. هغه د هند پر حکومت غږ وکړ چې په دې اړه روانو پلټنو کې مرسته وکړي.

خو د هند بهرنيوو چارو وزارت د سيپتمبر پر ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې د کاناډايي حکومت دا تور "فضول او بې بنياده" بللی. د هند بهرنيوو چارو وزارت پر دغه ورځ په نوي دهلي کې د کاناډا سفير ورغوښتی وو، هغه ته یې احتجاج کړی او ويلي یې دي چې له همدې امله يو کاناډايي لوړپوړی ډيپلومات له هنده شړي. د هند بهرنيوو چارو وزارت پر کاناډا تور پورې کړی چې "ترهګرو ته یې په خپله خاوره ځای ورکړی" دی.

په دې خبرپاڼه کې د هرديپ سينګ نجر نوم نه دی اخیستل شوی خو ويل شوي چې "کاناډا بايد په هند کې د ترهګرۍ پلانوونکو پر ضد ګامونه واخلي". د هند حکومت نجر او د هغه تر څنګ له هندوستانه ازادي غوښتونکو ډلو، (خالصتاني غورځنګونو) ځيني نور غړي د ترهګرو او تر ټولو مطلوبو کسانو په لیسټ کې اچولي دي. پر نجر او نورو تور پورې شوی چې د هند په پنجاب کې بېلتونپالو سره مالي مرسته کوي او وسله وال فعاليتونه پلانوي.

هرديپ سينګ نجر د ۲۰۲۳ کال د جون پر اتلسمه د بریټیش کولمبیا صوبې په سري سیمه کې ووژل شو. د دغه ځای پولیسو ويلي چې نجر په خپل ګاډي کې د تمانچې په ډزو وژل شوی وو. تر دې وروسته په کاناډا کې د سيکانو بېلابېلو تنظيمونو مظاهرې وکړي او پر هند یې تور پورې کړ چې نجر یې وژلی دی. د هند بهرنيوو چارو وزارت هغه مهال هم دا تورونه بې بنیاده بللي وو.

کاناډا کې سیکانو مظاهره چيانو د نجر تصویر راخیستی
کاناډا کې سیکانو مظاهره چيانو د نجر تصویر راخیستی

د خالصتان په نوم له هنده د جلا ملک جوړولو لپاره کوښښ کوونکي کسان، سيکان دي. د دوی بېلابېلو ډلو له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې د وسله والو نښتو، بمي چاودنو او سوله ییزو مظاهرو له لارې د خپل دغه مرام حاصلولو لپاره په هند او بهر کې کار کړی دی.

د يادونې ده چې د ۲۰۲۳ کال په مې مياشت کې په هند کې د ترهګرې اعلان شوې ډلې خالصتان کمانډو ځواک مشر او هندیو پولیسو ته مطلوب یو کس پرمجیت سېنګ پنجور د پاکستان په لاهور کې وژل شوی وو. د هند اېن ډي ټيليويژن د راپور ترمخه، ۶۳ کلن پنجور د خالصتان په نوم د سیکانو د جلا دولت جوړولو لپاره په هند کې په بریدونو تورن وو.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د لاهور د پولیسو یوه افسر اسد عباس له خولې ویلي وو چې د سردار سېنګ په نوم یو وګړي د مې شپږمې پر سهار له خپل ساتونکي سره قدم واهه چې نامعلومه وسلوالو ورباندې برید وکړ چې پکې هغه ووژل شو او ساتونکی یې ژوبل شو. عباس نه وو ویلي چې ایا سردار سېنګ اصلاً پرمجیت سېنګ پنجور وو او که څنګه؟ هغه دا هم نه وو ویلي چې هغه ولې ساتونکی درلود. خو ټایمز اف انډیا ورځپاڼې ویلي دي چې پنجور په لاهور کې د سردار سېنګ په نوم ژوند کاوه او ساتونکي ورته ورکړل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG