د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لسګونه سيکان او هندوان له افغانستانه هند ته رسول شوي


سيکان په ننګرهار کې خپل دوديزه رقص کوي. د ۲۰۱۷ز کال انځور
سيکان په ننګرهار کې خپل دوديزه رقص کوي. د ۲۰۱۷ز کال انځور

یو ناحکومتي سازمان وايي، ۵۵ افغان سیکان او هندوان د سېپټېمبر پر ۲۵مه په یوه ځانګړې الوتکه کې له کابله د هند پلازمېنې نوي ډلي ته ورسېدل.

د هندوانو او سیکانو د مرستندویه سازمان انډیین ورلډ فورم مشر پونیت سېنګ چندوک د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، له دې سره اوس ۴۳ افغان سیکان او هندوان په افغانستان کې پاتې دي چې د هند ویزې لري او په راتلونکې کې به له هېواده وځي.

د هند حکومت تېر کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه هندوان او سیکان له هېواده اېستلي دي.

د روان ۲۰۲۲ز کال په مې کې په کابل کې د سیکانو پر ګوردواره د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې تر برید وروسته په افغانستان کې د هغوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې خو د طالبانو حکومت وايي، د مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو وګړو د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او زیاتوي چې د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG