د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندیو پولیسو یو نومیالی بېلتونپالی مشر نیولی دی


امرتپال سېنګ (په منځ کې) له خپلو وسلوالو ساتونکو سره د امرتسر زرینې ګوردوارې ته روان دی - د ۲۰۲۳ز کال د مارچ درېیمې انځور.
امرتپال سېنګ (په منځ کې) له خپلو وسلوالو ساتونکو سره د امرتسر زرینې ګوردوارې ته روان دی - د ۲۰۲۳ز کال د مارچ درېیمې انځور.

هندیو پولیسو تر څه د پاسه یو میاشتني لټون وروسته یو مشهور او "فتنه ګر" سېک بېلتونپالی نیولی دی.

د امرتپال سېنګ د نیولو لپاره د عملیاتو پرضد په برتانیا، کاناډا او امریکا کې اوسېدونکو سېکانو مظاهرې او ورانکارۍ کړې وې.

سېنګ له هنده د بېلېدو او د خالصتان په نوم د سېکانو د دولت جوړولو غږ کړی وو. په ۱۹۸۰ز او ۱۹۹۰ز لسیزه کې په هند کې د خالصان جوړولو د هڅو پر مهال د تاوتریخوالي خونړۍ پېښې شوې وې.

پولیس وايي، امرتپال سېنګ یې د اپرېل پر ۲۳مه سهار پاو کم اووه بجې په شمالي ایالت پنجاب کې ونیو.

د پولیسو یو افسر سک چین سېنګ ګېل خبریالانو ته وویل، استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي ول چې امرتپال سېنګ د یو کلي په ګوردواره (د سېکانو عبادتځای) کې وو.

دی وايي، پولیسو هغه ټول کلی محاصره کړی وو او چې کله سېنګ "ته پیغام ورسېد چې د تښتېدو لاره نه لري او محاصره شوی دی،" نو پولیس ورغلل او "هغه یې ګرفتار" کړ.

پولیس د پنجاب د اورګاډو په تمځي کې د یو مساپر سامان لټون کوي. له دوی سره خوا ته د امرتپال سېنګ یو پوسټر لګېدلی دی - د اپرېل ۲۳مې انځور.
پولیس د پنجاب د اورګاډو په تمځي کې د یو مساپر سامان لټون کوي. له دوی سره خوا ته د امرتپال سېنګ یو پوسټر لګېدلی دی - د اپرېل ۲۳مې انځور.

چارواکو د نوموړي د ګرفتارۍ پر مهال په ۳۰ مېلیونه ابادۍ لرونکي ایالت کې زرګونه امنیتي سرتېري ځای پر ځای کړي ول او تر یوشمېر ورځو پورې یې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړلی وو. په پنجاب کې د سېکانو اکثریت دی.

۳۰ کلن امرتپال سېنګ د جرنېل سېنګ بېندرانوالې په څېر جامې اغوندي او له رپورټونو سره سم، تېر کال ګورجستان (جارجیا) ته د څهرې د جراحۍ لپاره تللی وو چې خپل شکل بدل کړي چې د خپل اتل غوندې ښکاره شي.

بېندرانوالې د خالصتان غورځنګ له مخکښه غړو یو وو چې هندي پوځ په ۱۹۸۴ز کال کې د امرتسر په زرینې ګوردوارې (ګولډن ټېمپل) کې د عملیاتو پر مهال وژلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG