د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند سره خرابو تعلقاتو باوجود پاکستان کرتارپور لاره پرانېزي


د کرتارپور راهدارۍ کار په وروستي پړاو کې دی او د نومبر پر نهمه نېټه به د ولس پر مخ خلاصه شي.

پراګ ـ د پاکستان وزيراعظم ويلي، د هندي سيکانو لپاره به کرتارپور راهداري د نومبر پر نهمه نېټه په رسمي توګه پرانېستل شي.

عمران خان د اکتوبر پر ۲۰ مه نېټه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي چې د هند او پاکستان ترمنځ د کرتارپور راهدارۍ کار په وروستي پړاو کې دی او د نومبر پر نهمه نېټه به د ولس پر مخ خلاصه شي.

دا راهداري به د هند د سيکانو لپاره د پاکستان نارووال سيمې ته تلل اسانه کړي.

په نارووال ضلع کې د سيکانو لويه ګوردواره ده چې پکې د هغوی مذهبي مشر ګورونانک ۱۸ کله تېر کړي دي.

د پاکستان وزيراعظم ويلي، د راهدارۍ تر خلاصېدو وروسته به دا د سيکانو د راټولېدو مرکز وګرځي چې ورسره به ځايي اقتصاد ته ډېره ګټه ورسېږي.

عمران خان ويلي، په پاکستان کې مذهبي سېلګري مخ په زياتېدو ده او تر دې وړاندې هم د بدهايانو مذهبي مشرانو د هېواد بېلا بېلو سيمو ته سفرونو کړي دي.

خو کارپوهان د پاکستان او هند اړيکو ته په کتو سره د کرتارپور راهدارۍ ته زيات ارزښت ورکوي.

د اګست پر پنځمه نېټه هند تر خپل انتظام لاندې کشمیر نيمه خپلواکه حېثېت ختم کړی وو چې پرضد يې پاکستان سخت خپګان ښودلی وو.

تر دې وړاندې د روان کال مارچ مياشت کې هند د پاکستان پر بالاکوټ سيمه هوايی بريد کړی وو چې په ځواب کې يې پاکستان د هند جنګي الوتکه راوغورزلې وه.

خو پوښتنه دا ده چې د دومره تاوتريخوالي سربېره هم ولې پاکستان د کرتار پور راهدارۍ د جوړولو کار نه دی ودرولی؟

د دې په ځواب کې د پاکستان دفاع چارو پوهه ډاکټره عايشه صديقه وايي چې اسلام اباد د کرتارپور پروژه ځکه نه تړي چې د پاکستاني رياست په نظر کې سيکان له هنده ناراضه دي.

د دې په خبره، په ۱۹۸۰م لسيزه کې سيکانانو د خالصتان په نوم د هند پر ضد د خپلواکۍ تحريک چلولی وو چې پکې د دې په وينا د پاکستان استخبارتي ادارې هم مرسته کړې وه.

ډاکټر عایشه زياتوي، سيکان له هندوستاني رياست څخه خپه دي نو د دې په خبره ځکه پاکستان په دې نيت ورسره دوستانه تعلقات ساتل غواړي چې بيا سيکان د هند او پاکستان ترمنځ فرق وکړای شي.

البته ډاکټر عايشه وايي، له دې پرته چې کرتارپور د پاکستان اوږ مهاله تګلاره ده خو بل اړخ ته که د پاکستان او هند ترمنځ تعلقات ښه شي نو دا يو ګټور ګام هم ثابېتېدای شي.

د پاکستان حکومت وايي، د نومبر پر نهمه نېټه به کرتارپور راهداۍ په رسمي توګه پرانستل شي.

ددې هېواد د بهرنيو چارو وزير د اکتوبر پر ۱۹ مه نېټه ويلي وو چې په پرانيسته غونډه کې به د هند پخوانی وزيراعظم من موهن سنګ د يوه عام وګړي په توګه ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG