د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندۍ رسنۍ وايي لاهور کې وسلوالو یو بېلتونپالی سېک مشر وژلی دی


د خالصتان غورځنګ پلویان په ۱۹۹۸ز کال کې د جرمني په بون کې د لاریون پر مهال.
د خالصتان غورځنګ پلویان په ۱۹۹۸ز کال کې د جرمني په بون کې د لاریون پر مهال.

په هند کې د ترهګرې بلل شوې ډلې خالصتان کمانډو ځواک مشر او هندیو پولیسو ته مطلوب یو کس پرمجیت سېنګ پنجور په لاهور کې وژل شوی دی.

یوشمېر هندیو رسنیو ویلي دي چې وسلوالو پر پنجور د مې پر شپږمه د لاهور په جوهر ټاون کې ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د هند اېن ډي ټېلېوېژن ویلي دي چې ۶۳ کلن پنجور د خالصتان په نوم د سیکانو د جلا دولت جوړولو لپاره په هند کې په بریدونو تورن وو.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د لاهور د پولیسو یوه افسر اسد عباس له خولې ویلي دي چې د سردار سېنګ په نوم یو وګړي د مې شپږمې پر سهار له خپل ساتونکي سره قدم واهه چې نامعلومه وسلوالو ورباندې برید وکړ چې پکې هغه ووژل شو او ساتونکی یې ژوبل شو.

عباس اژانس ته نه دي ویلي چې ایا سردار سېنګ اصلاً پرمجیت سېنګ پنجور وو او که څنګه او دا یې هم نه دي ویلي چې هغه ولې ساتونکی درلود.

خو ټایمز اف انډیا ورځپاڼې ویلي دي چې پنجور په لاهور کې د سردار سېنګ په نوم ژوند کاوه او ساتونکي ورته ورکړل شوي ول.

هندۍ رسنۍ وايي، نوموړی د ۱۹۹۰ز لسیزې پر مهال پاکستان ته تللی وو.

د پاکستان حکومت لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د هندي حکومت د مطلوبه کسانو د نوملړ له مخې، پر پنجور تور وو چې د خالصان کمانډو ځواک د مشر په توګه یې "ځوانان ترهګرۍ ته هڅول" او له ۱۹۸۹ز کال راهیسې یې په هند کې حملې پلانولې.

خو د هند ټايمز اف انډيا ورځپاڼې ليکلي چې پرمجیت سینګ پنج ور د سردار سينګ په نوم په لاهور کې ژوند کاوه او هغه ته ساتونکي ورکړل شوي وو.

د پنجور ورور سربجیت سېنګ له انډیا ټرېبیون ورځپاڼې سره په مرکه کې له نوي دلي غوښتي دي چې د هغه مړی خپل پلرني ټاټوبي ته وروغواړي.

له هنده بهر یوشمېر بېلتونپالو خالصتاني غورځنګونو پر ټولنیزو شبکو د پنجور مړینه لوی زیان بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هندیو پولیسو د اپرېل پر ۲۳مه په پنجاب ایالت کې یو نومیالی سېک بېلتونپالی امرتپال سېنګ ګرفتار کړ. د نوموړي د نیولو لپاره د عملیاتو پرضد په برتانیا، کاناډا او امریکا کې اوسېدونکو سېکانو مظاهرې او ورانکارۍ کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG