د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرهند ته ځي


امریکايي چارواکي وايي، بلېنکن به په داسې حال کې د افغانستان ثبات لپاره د هند ملاتړ غوښتنه کوي چې د اګست تر پای له هغه هېواده د امریکا د ټولو ځواکونو وتل سر ته رسېږي.
امریکايي چارواکي وايي، بلېنکن به په داسې حال کې د افغانستان ثبات لپاره د هند ملاتړ غوښتنه کوي چې د اګست تر پای له هغه هېواده د امریکا د ټولو ځواکونو وتل سر ته رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۲۳مه په یوه بیان کې وویل چې اینتوني بلېنکن به د جولای پر ۲۸مه د هند له وزیراعظم نریندر مودي او له خپل هندي سیال سبهرمنیم جې شنکر سره ملاقات کوي.

د جنوبي اسیا د چارو لپاره د امریکا یو لوړپوړي ډپلوماټ ډین تامپسن وویل چې بلېنکن به په داسې حال کې د افغانستان ثبات لپاره د هند ملاتړ غوښتنه کوي چې د اګست تر پای له هغه هېواده د امریکا د ټولو ځواکونو وتل سر ته رسېږي.

تامپسن وویل چې امریکا تمه لري چې د سیمې ټول هېوادونه په مستحکم او باثباته افغانستان کې ګډه دلچسپي ولري او بلېنکن به حتماً له هندیو مشرانو سره په دې خبرې کوي چې هغه هدف په ګډه څرنګه تر لاسه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې د بلېنکن په ایجنډا کې مشترک جمهوري اقدار، ماحولیاتي بدلون او د کورونا وایرس جهاني وبا باندې خبرې هم شاملې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG