د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د پولیسو تر وژنې وروسته احتجاج شوی دی


مظاهرچیانو د جون پر اتمه د مینګورې او سیدو شریف ترمینځ سړک تړلی وو.
مظاهرچیانو د جون پر اتمه د مینګورې او سیدو شریف ترمینځ سړک تړلی وو.

د خيبر پښتونخوا د سوات په مينګوره کې لسګونه کسانو په وسلوال برید کې د دوو پولیسو تر وژنې وروسته مظاهره کړې ده.

د جون اتمې په مظاهره کې د وژل شویو پولیسانو د کورنۍ غړو، خپلوانو او ځايي اوسېدونکو ګډون وکړ.

دوی په مینګوره کې د سرتېرو مړي د پولیسو ضلعي دفتر مخې ته ایښي ول او سیدو شریف ته تلونکی سړک یې تر درو ساعتونو پورې تړلی وو.

مظاهرچیانو پر انتظامیې ټینګار وکړ چې په برید کې ککړ وسلوال دې د قانون منګولو ته وسپاري او د سوات د امنیت لپاره دې اقدامات وکړي.

د سوات د پوليسو مرستيال مشر فرمان الله مشال راډيو ته ويلي چې د جون پر اتمه، د مينګورې تاڼې دوه سرتېرو په ښار کې عادي ګزمه کوله چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې. د نوموړي په وينا، په پېښه کې دواړه پوليس ووژل شول او يو لاروی ژوبل شو.

فرمان الله وايي، د ښار په امنیتي کیمرو کې ښکاري چې درې وسلوال پر پولیسو ډزې کوي او بیا تښتي.

دی زیاتوي، پوليسو د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نيولي دي او د درېیم لټون دوام لري.

د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وياند محمد خراساني د جون پر اتمه رسنيو ته په استولي بيان کې د بريد ذمه واري منلې ده. نوموړي ادعا کړې چې د سوات پوليسو یې په وروستيو کې غړي نيولي او بيا يې وژلي ول.

مظاهرچیانو د جون پر اتمه د سرتېرو مړي د ضلعي پولیسو دفتر مخې ته ايښي ول.
مظاهرچیانو د جون پر اتمه د سرتېرو مړي د ضلعي پولیسو دفتر مخې ته ايښي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر شپږمه د سوات پولیسو ادعا کړې وه چې په بنجوټ سيمه کې یې درې مشکوک وسلوال وژلي دي.

د سوات د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د جون پر شپږمه په بیان کې ویلي ول چې سرتېرو دوه مشکوک کسان د پلټنو لپاره بیول چې په لاره کې یې پټ وسلوال ملګري ورباندې ډزې وکړې.

په هغه بیان کې راغلي ول چې پولیسو هم پر وسلوالو ډزې وکړې چې پکې درې مشکوک وسلوال ووژل شول.

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا د یوشمېر سیمو په څېر په سوات کې هم ناامني زیاته شوې ده. د وسلوالو په حملو کې ګڼو ولسي وګړو، قومي مشرانو او پولیسو ته مرګژوبله اوښتې ده دی.

د سوات اوسېدونکو په وروستيو کې په بیا بیا دعوه کړې چې هلته وسلوال ورغلي دي. د سوات ولسي پاڅون او سوات قامي جرګې مشرانو پر حکومت غږ کړی چې وسلوال بیا منظمېدو ته پرېنږدي.

حکومت وايي، سوات ته یې اضافي سرتېري استولي دي. پوځ ويلي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي اقداماتو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د وسلوالو د فعاليتونو مخه نيولې ده. د پوځ په خبره، امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG