د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې پولیسو د پیسو د ناقانونه کاروبار ۲۰۰ مرکزونه تړلي دي


چارواکي وایي د عملیاتو په مهال یې د امریکايي ډالرو په ګډون یې بهرنۍ پیسې ضبط کړې دي ـ پخوانی انځور.
چارواکي وایي د عملیاتو په مهال یې د امریکايي ډالرو په ګډون یې بهرنۍ پیسې ضبط کړې دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) چارواکو او د خیبر پښتونخوا پولیسو په پېښور کې د پیسو د ناقانونه کاروبار او حوالې پر مرکزونو چاپې وهلې دي او په چوک یادګار کې یې ۲۰۰ دوکانونه او بالاخانې تړلې دي.

چارواکي وایي د عملیاتو په مهال یې د امریکايي ډالرو په ګډون بهرنۍ پیسې هم ضبط کړې دي.

د اېف ای اې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د سېپټمبر پر اوومه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په راتلونکو ورځو کې به رسنیو ته د ترلاسه کړو پیسو شمېر وښيي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرانو ټولنې مشر ملک مهر الهي مشال راډیو ته وویل، د ناقانونه کاروبارونو پرضد د حکومتي هڅو ملاتړ کوي.

هغه وویل: ''موږ د دې لپاره د دې [چاپو] په حق کې یو چې کوم قانوني کاروباریان دي هغوی زموږ [د ټولنې غړي] دي او چې غیر قانوني خلک دي، له هغوی سره د تاجرانو د تنظیم هېڅ [تړاو] نه شته او هغوی له صرافانو سره هېڅ تعلق نه لري.''

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د سېپټېمبر پر شپږمه د کورنیو چارو وزارت ته د پیسو د ناقانونه کاروباریانو پرضد د اقدام امر وکړ.

تر دې وروسته اېف ای اې او پولیسو د کراچۍ په ګډون په نورو ښارونو کې هم چاپې وهلې دي او ناقانونه مرکزونه یې تړلي دي.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې د ډالر نرخ له لوړېدو سره په تور یا ناقانونه بازار کې د پیسو کاروبار پراخ شوی دی.

په هېوادونو کې عموماً د کرنسیو یا اسعارو کاروبار د بانکونو او په ازاد بازار کې د صرافیو له لارې کېږي. په بانکونو کې د پیسو بیې له ازاد بازاره ټيټ وي. په پاکستان کې له بانکونو او ازاد بازار پرته په ناقانونه توګه هم د پیسو کاروبار کېږي چې ورته تور بازار وايي.

د ناقانونه پیسو د مرکزونو تر تړلو رووسته په پاکستان کې د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت لوړ شوی دی.
پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی دی.

پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي او د روپۍ ارزښت په بیساري کچ پرېوتی دی چې ورسره په هغه هېواد کې ګراني زیاته شوې ده.

د ګرانۍ پر ضد په پاکستان کې په وروستیو کې مظاهرې او لاریونونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG