د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپريم کورټ پر انتخاباتي کمېشن پر وخت د حلقه بنديو غږ کړی


د پاکستان سپريم کورټ ودانۍ. پخوانی انځور
د پاکستان سپريم کورټ ودانۍ. پخوانی انځور

د پاکستان سپريم کورټ مشر د دې هېواد پر انتخاباتي کمېشن غږ کړی چې انتخابي حلقه بندۍ دې پر وخت او په شفافه توګه وکړي.

عمر عطا بندیال دا خبره د اګست پر ۱۵مه نېټه د سیند صوبې په ځینو حلقو کې د تېروتنو او ناقانونه کړنو په اړه د دایرې شوې مقدمې د اورېدنې پر مهال کړې ده. نوموړي ويلي چې پر وخت او شفافې حلقه بندۍ ځکه ضروري دي چې د ده په وینا، دا د ولس د ګټو مسله ده. کمېشن د جون پر ۲۹مه ویلي ول چې په ۲۰۲۳ز کال کې د شوې سرشمېرنې پر اساس حلقه بندۍ د وخت د کمبوت له کبله ممکنه نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې وار له مخه قامي او د صوبو اسمبلیانې ماتې شوې دي او د ایین له مخې انتخاباتي کمېشن باید په درو میاشتو کې دننه ټولټاکنې وکړي. خو کمېشن ويلي چې حلقه بندۍ به له څلور څخه تر شپږو مياشتو پورې وخت اخلي چې د شنونکو په فکر، له کبله يې ښايي ټولټاکنې تر درې مياشتو هم زیات وخت ونیسي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر راجا ریاض احمد د اګست پر ۱۲مه ۵۲ کلن انوارالحق کاکړ د وزیراعظمۍ څوکۍ ته نومولی وو چې نوموړی د اګست پر ۱۴مه نېټه د هېواد له ولسمشر ډاکټر عارف علوي څخه د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړ.د ايين له مخې نګران حکومت د انتخاباتو په نتیجه کې د راتلونکي حکومت تر جوړېدو بورې د هېواد چاري پر مخ وړي.

په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وزیراعظم شوی وو. د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د اېتلافي حکومت نوی مشر شو.

په پاکستان کې وزیراعظم د پینځه کلونو لپاره ټاکل کېږې خو د ۱۹۷۳ز کال د ایین له نافذېدو راهیسې تر اوسه یوه هم خپل وخت نه دی پوره کړی. په هغه هېواد کې تراوسه ۲۸ وزیراعظمان تېر شوي دي چې وروستی هغه یې شهباز شریف وو.

XS
SM
MD
LG