د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا شیعه مذهبو عالمانو د جړاوالا پېښه غندلې ده


پولیس وايي د بلوه ګرو پر ضد یې مقدمه دایره کړې ده - د اګست ۱۶مې انځور.
پولیس وايي د بلوه ګرو پر ضد یې مقدمه دایره کړې ده - د اګست ۱۶مې انځور.

د خیبرپښتونخوا شیعه دیني عالمانو او د بشري حقونو فعالانو په پنجاب کې د عیسویانو د عبادتځایونو د سوځولو او د هغوی کورونو ته د زیان رسولو د پېښو غندنه کړې ده.

په دې اړه د اګست پر ۲۱مه په پېښور پرېس کلب کې یوه غونډه وشوه چې پکې د جړاوالا په پېښه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه شوې ده.

له غونډې وروسته یو شیعه مذهبي مشر عابد حسېن شاکري مشال راډیو ته وویل چې په جړاوالا کې د عیسویانو عبادتځایونو او کورونو ته زیان رسول یوازې د بشري حقونو نه، بلکې د اسلامي تعلیماتو سرغړونه هم ده. "موږ له حکومته دا غوښتنه کوو چې په دې پېښو کې ککړ کسان چې دې ونیول شي او داسې سخته سزا دې ورته ورکړي چې په راتلونکي کې بل څوک داسې کار ونکړي."

تر دې وړاندې د پاکستان یو شمېر نورو دیني عالمانو هم په جړاوالا کې پر عیسویانو بریدونه غیرشرعي بللي ول.

په ورته وخت کې امریکا او د پاکستان دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو د پنجاب په جړاوالا کې د عیسویانو پر عبادتځایونو او کورونو د بلوه ګرو پر حملو د اندېښنو څرګندونه کړې او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د اګست په ۱۸مه په لاهور کې د پاکستان رويت هلال کميټۍ مشر مولانا عبدالخبیر ازاد ویلي وو چې اسلام چاته هم اجازه نه ورکوي چې په لارو کوڅو کې خپل عدالتونه ولګوي او د جزا او سزا کار په خپل لاس کې واخلي.

د اګست په ۱۶مه د پنجاب په جړاوالا سیمه کې لسګونه پارېدلو کسانو د مظاهرې پر مهال پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه کړي وو.

د فیصل اباد ضلعې د جړاوالا پولیسو رسنیو ته ویلي وو چې د اګست پر ۱۶مه په سیمه کې یوشمېر کسانو دعوه وکړه چې هلته اسلامي مقدساتو او د اسلام د پیغمبر سپکاوی شوی دی او تر دې وروسته اوازه (ګنګوسه) خپره شوه چې ګواکې دا کار دوو عیسویانو وروڼو کړی دی.

د جړاوالا پولیسو په تاوتریخوالي او بلوو کې د ککړتیا په تور د څه باندې ۶۰۰ کسانو پرضد مقدمه دایره کړې ده. پولیسو د اګست ۱۶مې په رپورټ کې پر هغو کسانو د ترهګرۍ، د خلکو د وژنې هڅې (اقدام قتل) او د پولیسو مقاومت کولو په ګډون یوشمېر جنايي مادې (دفعې) شاملې کړې دي.

په مقدمه کې په جړاوالا کې د اهل سنت ډلې د امیر مفتي محمد یونس او د تحریک لبیک پاکستان ګوند ځايي مشر سید اصف الله شاه بخاري نومونه شامل دي او پر هغوی تور پورې شوی دی چې د مظاهرچیانو او بلوه ګرو مشري یې کوله.

هغو دواړو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو رویټرز اژانس د اګست پر ۱۶مه د تحریک لبیک پاکستان په حواله ویلي ول چې د هغه ګوند مشران او غړي په تاوتریخوالي کې ککړ نه دي.

بلخوا د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۲۱مه په جړاوالل کې متاثره شوې سیمې ته ورغلی وو او هلته یې عیسویانو ته ډاډ ورکړی وو چې حکومت هڅه کوي چې په راتلونکي کې داسې پېښې ونه شي.

XS
SM
MD
LG