د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهرچیانو پاکستان کې د عیسویانو خوندیتوب غوښتنه کړې ده


مظاهرچیانو پاکستان کې د عیسویانو خوندیتوب غوښتنه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

ګڼو عیسویانو او د بشري حقونو فعالانو په پنجاب کې پر کلیساګانو او د مسیحیانو پر کورونو د بلوه ګرو تر حملو وروسته په کراچۍ کې مظاهره کړې ده. دوی د اګست پر ۱۹مه د ښار په تین تلوار سیمه کې د احتجاج پر مهال له لنډمهالي وفاقي حکومته د لږکیو او د هغوی د عبادتځایونو د خوندي کولو غوښتنه وکړه. د اګست پر ۱۶مه د فیصل اباد په جړاوالا کې پر دوو عیسویانو د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تر تور وروسته پارېدلو خلکو د عیسویانو پر کلیساګانو او کورونو حملې وکړې. د پنجاب لنډمهالي حکومت د هغه تاوتریخوالي د پلټنو اعلان کړی دی، پولیسو د څه د پاسه ۶۰۰ کسانو ضد مقدمه دایره کړې ده او ۱۲۸ کسان یې نیولي دي. حکومت په جړاوالا کې د اغېزمنو عیسویانو د کورونو بیارغونه هم پیل کړې ده. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG