د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پولیس وایي مقدساتو ته د سپکاوي په تور یې دوه کسان نیولي


 د اګست په ۱۷ مه د پنجاب په جړانواله کې عیسویان د خپل سوځیدلي کور تر څنګ ژاړي.
د اګست په ۱۷ مه د پنجاب په جړانواله کې عیسویان د خپل سوځیدلي کور تر څنګ ژاړي.

د پاکستان د پنجاب پوليسو ويلي دي چې د اګست پر ۱۸مه يې هغه دوه عيسويان نيولي چې اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورن دي.

دا له هغې وروسته ده چې د اګست پر ۱۶مه د پنجاب په جړاوالا کې پر دوو عيسويانو، اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي تر تور وروسته پارېدلو خلکو پر کلیساګانو او د عیسایانو پر کورونو برید وکړ، ورته یې اور واچاوه او هغه یې چور کړل.

د پاکستان په لویو ښارونو کې د پنجاب په جړاوالا کې د عیسویانو پر کلیساګانو او کورونو د بریدونو ضد مظاهرې هم شوي دي.

په پېښور او کراچۍ کې لسګونه عیسویانو، د سیاسي ګوندونو غړو او فعالانو پرون مازیګر په احتجاجونو کې پر لنډمهالي وفاقي حکومت غږ وکړ چې د لږکیو ژوند، مال او عبادتځایونه دې خوندي کړي.

بلخوا نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۱۸مه، د وفاقي کابيني لومړۍ غونډۍ ته وويل چې په ملک کې به اقليتونو ته تحفظ ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه ''ځينې ډلې هغوي ته د زيان رسولو هڅې کوي خو رياست او ټولنه به ورسره سختي سره معامله کوي. د پاکستان رياست او ټولنه دغو عناصرو سره هېڅ تعلق نه لري.''

د پنجاب لنډمهالي حکومت د پېښې پلټنې پیل کړي دي او په ښار کې یې د رېنجرز سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

پولیس وايي، څه د پاسه ۶۰۰ کسانو پرضد یې مقدمې دایرې کړې دي چې پکې د ترهګرۍ ضد مجازاتو قانون مادې هم شاملې دي او لسګونه کسان یې نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG