د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت فاټا ټرېبیونل بیا فعال کړی دی


په اعلامیه کې راغلي چې حکومت فاټا ټرېبیونل د پیښور های کورټ پر امر فعال کړی ـ پخوانی انځور.
په اعلامیه کې راغلي چې حکومت فاټا ټرېبیونل د پیښور های کورټ پر امر فعال کړی ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلو چارو دفتر په یوه اعلامیه کی فاټا ټرېبیونل یو وار بیا بحال کړی دی.

فاټا ټرېبیونل د عدالتي جرګګۍ نوم دی او په دې کې په پخوانیو قبایلي سیمو کې د اېف سي ار (د فرنټیر کرایمز ریګولیشن یا د سرحدي جرمونو لپاره مقرراتو) لاندې ځینې پریکړې کېدلې. دغه ټرېبیونل په ۲۰۱۸ز کال کې له هغه وروسته ړنګ شوی وو چې قبایلي سیمې په خیبرپښتونخوا ورګډې شوې وې.

د فاټا ټرېبیونل د جولای پر ۱۷مه بیا بحال شوی خو په اړه یې اعلامیه نېږدې یوه میاشت وروسته رسنیو ته راووتله. د اعلامیې یوه کاپي مشال راډیو هم ترلاسه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې هغه اداره یې د پیښور های کورټ پر امر فعاله کړې ده.

د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا ورګډولو او هلته د اېف سي ار قانون ختمولو لپاره له ډېرې مودې راهیسې ځینې سیاسي ډلو مبارزه کوله. د بشري حقونو سازمانونو هم هغه نظام غیر قانوني، پر ناانصافۍ ولاړ بللی وو.

سیاستوال افراسیاب خټک هم په هغو کسانو کې شامل دی چې په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو د ورګډولو لپاره یې مبارزه کوله. هغه د اګست پر ۱۷مه مشال راډیو سره په خبرو کې د فاټا ټرېبیونل پر بیا بحالېدو اندېښنه وښودله.

هغه وویل ''حکومت غواړي چې له قبایلي سیمو یو وار بیا یاغیستان یا غیره علاقه جوړه کړي. دا د لویې لوبې لپاره د دوی (پاکستاني حکومت) له پالیسیانو ښکاري. (قبایلي ضلعې) یې انضمام ته پرې نه ښودې، پولیس یې جوړېدو ته پرې نه ښودل، عدالتونه یې کار ته پرې نه ښودل او (یو ځل بیا) هڅه کوي چې هغه د اجتماعی زمه وارۍ والا کیسه (ایف سي ار) ژوندۍ کړي. دا د اندېښنې وړ خبره ده او باید پښتانه سیاسي ګوندونه یې پرضد غږ پورته کړي.''

د فاټا ټرېبیونل بحالولو په اعلامیه کې راغلي چې د شکیل اپریدي مقدمې ترڅنګ د نهو نورو قضیو پرېکړې به هغه اداره کوي.

ډاکټر شکيل اپرېدی په ۲۰۱۱ز کال کې په پېښور کې نیول شوی او دا مهال په زندان کې دی.

پر نوموړي تور دی چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن په نيولو کې يې له امريکا سره د جاسوسۍ په برخه کې مرسته کړې وه. د دې تر څنګ له وسله والو ‌ډلو سره د مرستو تورونه هم پرې لګېدلي دي. خو د ده کورنۍ او وکیلانو تل رد کړي‌ دي.

اعلامیه کی دا هم لیکلې شوي چی حکومت ته د های کورټ لخوا امر شوی وو چې په قبایلو کې د نافذ نظام (اېف سي ار) د لاندې جوړو مقدمو لپاره ټرېبیونل بحال کړي.

په داسې حال کې چې پخوانی قبایلي سیمې اوس د خیبر پښتونخوا برخه دي او د پاکستان عدالتونه هغو ضلعو ته غځیدلي دي او خلک د خپلو مقدمو د اپیلونو لپاره لوړو عدالتونو ته تللای شي نو او ایا د فاټا ټرېبیونل د بحالیدو وروسته به د دې پرېکړې لوړ عدالتونو کې چیلنج کړای شي او که د پخوا په څېر به د دې پریکړې د ستر عدالتونو له واکه بهر وي؟

د پېښور های کورټ وکیل طارق افغان وایي، تراوسه دا خبره مبهمه ده او هغه ځکه چې د قبایلو تر انضمام وروسته هغه ډول کومه پرېکړه ستر عدالت ته نه ده تللې.

هغه وویل ''فاټا ټریبونل د خاص وخت او یو څو مقدمو د اورېدنې لپاره بحال شوی، چې دا مقدمې واوري نو بېرته به ختم شي. دا د همیشه لپاره نه دی. د خلکو د حقونو ضمانت د پاکستان په ایین کې ذکر دی."

د بحال شوي ټریبونل یو غړي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته وویل چې د ټریبونل مشر زاکرحسین اپریدي د استعفا له وجې د هغه څوکۍ خالي ده او تر هغې چې ټرېبیونل پوره نه شي نو په دې موضوع خبرې نشي کولای.

هغه البته وویل چې ټریبونل ته تر ۱۰ زیاتې مقدمې حواله شوې دي او ښایي سپریم کورټ ورته هم ځینې مقدمې د اوریدنې لپاره واپس ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې ټرېبیونل د د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر او ګونر په مشوره جوړ شوی او د شکیل اپریدي په ګډون د محمدعالم، عطاالله، علي خان، حاجي امیر نواز، اصغر، ملک شاجهان او عادل حسین مقدمې به اوري.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې ټرېبیونل د دریو کلونو لپاره بحال شوی دی.

XS
SM
MD
LG