د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا کې عدالتي نظام جوړول وخت غواړي'


د پاکستان قامي اسمبلۍ قبایلي سیمو ته د اعلا عدالتونو واک غځولو په اړه قانوني مسوده منظوره کړې ده ، اوس به دا قانوني مسوده سېنېټ ته د منظورۍ لپاره لېږل کېږي او چې سېنېټ يي منظوره کړي نو د ولسمشر د لاس لیک سره به دا یو نوی قانون وګرځي.

پوښتنه داده چې ایا د دې قانون د عملي کولو لپاره حکومت په سیمه کې د عدالتي انفراسټرکچر جوړولو لپاره کوم پلان جوړ کړی او که نه؟ د قبایلي سیمو د وکیلانو د اتحادیې پخوانی مشر کریم محسود وايي، د عدالت د واک غځولو پرېکړه ډېره ښه ده خو ولې حکومت باید وړومبی دغلته عدالتي نظام جوړ کړي، عدلیه او انتظامیه له یوه بله جدا کړي او ایف سي ار له منځه یوسي.

“بدستور به هغه زوړ نظام وي خو زما په خیال که د های کورټ واک وغځول شو نو وړومبی به یوه معامله تحصیلدار او پولیټیکل ایجنټ ته ځي ، بیا به د هغې خلاف اپیلیټ کورټ کمشنر ایف سي ار ته خواست کېږي او د هغې نه وروستو به يي په فاټا ټریبونل کې نګراني کیږي او که هلته هم معامله هواره نه شي نو هايي کورټ ته به خواست کیږي چې مداخلت وکړي. “

په قبایلي سیمو کې نوی عدالتي نظام به ډیر وخت او وسايلو ته اړتیا لري. د قانوني چارو پوهـه او د فاټا اصلاحاتو کمېشن غړې مسرت قدیم وايي چې دا نظام په یوه شپه کې نه شي بدلېدی. هغې زیاته کړه چې ددې پریکړې عملي کولو لپاره باید حکومت یو فریم ورک یا طریقه کار مخې ته راوړي

“دا خو پوره یو نظام قایمول دي. وړومبی خو حکومت ته یوه پالیسي یا طریقه کار پکار ده چې په ښکته کچه به عدالتونه څنګه جوړوي. او دا درجه په درجه عملي کول پکار دي ځکه چې وړومبی د سیمې په کچه عدالتونه جوړ شي نو اعلا عدالتونه به هله کار کولې شي.”

له باجوړ اېجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان وايي، د عدالتونو پرانيستلو لپاره بنیادي ډانچه له وړاندې په قبایلي سیمو کې شتون لري او دا دومره ډیرو مالي مرستو ته اړتیا نه لري. نوموړې وايي چې دا قانوني مسوده د سینیټ نه منظوره شي او ولسمشر یي لاس لیک کړي نو ایف سي ار به پخپله له منځه لاړ شي.

“چې کله دغه سیمو ته د پاکستان عادي قانون وغځول شي نو ایف سي ار به پخپله له منځه لاړ شي. ایف سي ار د رواج په بنیاد جوړ شی دی او قانون او رواج له یو بله بېل بېل څیزونه دي “

د پاکستان قبایلي سیمو کې د بریتانوي حکومت له خوا د عملي شوي ایف سي ار قانون لاندې د خلکو بنیادي انساني حقونه تر پښو لاندې شوي دي او چاته د پولیټیکل اېجنټ د فیصلې پر ضد د اپیل حق نه وو. خو اوس د قامي اسمبلۍ نه د اعلا عدالتونو د واک غځولو په اړه د قانوني مسودې په منظورۍ سره د سیمې په خلکو کې د انصاف په اړه هیلې راژوندۍ شوي دي.

XS
SM
MD
LG