د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف سي ار ختم شو خو قضیې پاتې دي


قانون پوه لطیف افریدی وايي، د ایف سي ار کیسونه په نورو عدالتونو کې نشي حل کېدای.
قانون پوه لطیف افریدی وايي، د ایف سي ار کیسونه په نورو عدالتونو کې نشي حل کېدای.

پراګ ـ د قبایلي ضلعو ځېنې وکیلان او د قانوني چارو پوهان وايي، په سیمه کې تر اېف سي ار قانون لاندې درج ګڼې مقدمي تر اوسه فیصلو ته په انتظار پرتې دي.

د دغو وکیلانو په وینا، د خیبر پښتونخوا یا د پاکستان نورو صوبو تر قانون لاندې د ایف سي ار د مقدمو فيصلې نشي کېدای نو باید حکومت د دې لپاره یوه نوې پالیسي جوړه کړي.

د قانوني چارو پوه لطیف اپریدي د مارچ پر ۱۶مه مشال رېډیو ته وویل چې د ایف سي ار لاندې دوه قسمه یانې (دیواني او فوجداري) او د جرم نه منع کېدو یا (پریونټیو) مقدمې درج شوي چې پکې مقدمې فیصلو ته په انتظار پرتې دي.

" له ټرېبیونل (جرګګۍ) سره د نظرثانۍ لپاره له ۴۰۰ زیات کېسونه پراته دي. د خیبربښتونخوا په قوانینو کې د دې کېسونو د حلولو لپاره هېڅ ګنجایش نشته. د دې مقدمو د فیصلو یوازینې حل دا دی چې صوبايي اسمبلي یو عمومي قانون منظور کړي او پکې د فیصلو لپاره واضحه دفعات جوړ کړي."

د پاکستاني رسنیو په حواله، د پېښور های کورټ چیف جسټس یا مشر قاضي ویلي، دوی ته تر ایف سي ار قانون لاندې د نیولو شوو کسانو د مقدمو اپیلونه ترلاسه کېږي نو باید حکومت دې لړ کې یوه کړنلاره جوړه کړي.

وکیل اعجاز مومند بیا وايي چې دا ستونزه یې حکومت سره شریکه کړې ده خو هغوی ورته هېڅ پام نه کوي:

"د پېښور های کورټ جج هم نه پوهېږي چې تر ایف سي ار لاندې درج شوو مقدمو سره څه وکړي؟ کوم کیسونه چې په ټریبونل کې وو، نو د هغې تر اوسه فیصله نه ده شوې چې هغه به های کورټ ته وړل کېږي او که لاندې عدالتونو ته."

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال، د ایف سي ار لاندې د درج شوو مقدمو د فیصلو لپاره د پالیسۍ جوړولو په اړه څه ونه وویل خو زیاته یې کړه،قبایلي ضلعې اوس په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوې او د دې سیمې مقدمي عدالتونو ته حواله شوې دي:

"ډېر کېسونه ججانو ته حواله شوي دي او د ځینو پکې نظر ثانۍ پاتې دي خو زر به د دې مقدمو اوریدنې پیل شي."

د ۲۰۱۸م کال د می په اخرۍ اوونۍ کې د فاټا د ایني اصلاحاتو منظوري ورکړل شوه چې له مخې یې هغه سیمي په خیبربښتونخوا کې شاملې شوې او ایف سي ار قانون ختمېدو ترڅنګ هلته د پاکستان د نورو سیمو په څېر عدالتي واک وغځول شو.

XS
SM
MD
LG