د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ډاکټر شکیل اپرېدی د پېښور له زندانه پنجاب ته وړل شوی دی“


ډاکټر شکیل اپرېدی
ډاکټر شکیل اپرېدی

د القاعده شبکې د پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن په موندلو کې د امریکا مبیینه مرسته کوونکی ډاکټر شکیل اپریدی له پېښور جېل څخه نا معلوم ځای ته وړل شوی دی.

د شکیل اپریدي وکیل قمر ندیم ایډوکیټ د شنبې په ورځ مشال ریډیو ته وویل چې هغه په سخت امنیت کې له پېښور زندانه د خیبر پښتونخوا حکومت په خواست پنجاب ته منتقل کړل شوی دی.

ده وویل، “اپریدی د جمعې پر ورځ له پېښور جېله پنجاب ته منتقل کړل شوی چې زیات امکان یې اډیاله جیل دی.”

ده وویل چې د هغه تقریباً اووه کاله په جیل کې وشو هر کال به صوبايي حکومت له مرکزه غوښتنه کوله چې دی یوسي.

قمر ندیم ایډوکیټزیاته کړه، “د دوی خپلې څه مسلې وې. موږ به دا خبره ډېره جدي نه اخیسته او فکر مو کاوه چې کیدای شي هم په پېښور کې به وي. نو پرون یې په زښت امنیت کې له دلته نه بوتلو. موږ ته وروسته معلومه شوه.”

امريکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ م کال کې د القاعده مشر اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې په ځانګړو عملياتو کې ووژلو.

پر ډاکټر شکيل اپريدي تور دی چې د ويکسينو د کمپاين له لارې یې له امريکا سره د اساما په موندلو کې مرسته کړې وه.

ډاکټر شکیل اپریدي ته د ايف، سي، ار قانون لاندې له وسله والو سره د مرستې په تور د۳۳ کالو د بند سزا اورول شوې وه.

وروسته د هغه په سزا کې لس کاله کمې وکړل شو چې اوسد ۲۳ کلونو قيد سزا ده. د هغه کېس په فاټا ټرایبیونل کې روان دی.

قمر ندیم ایډوکیټ وايي پر ډاکټر شکیل اپریدي لګېدلي تورونه سم نه دي. نوموړی وايي د هغه د سزا ختمولو په لړ کې دوی یو درخواست جمع کړی دی چې د مۍ پر ۳۱مه به یې اورېدنه کیږي.

ده وویل، “موږ د کېس د بیا کتنې یو درخواست په فاټا ټرایبیونل کې جمع کړی دی. د مۍ پر ۳۱مه به یې اورېدنه کیږي. موږ پکې دا ویلي چې د هغه سزا دې ختمه کړل شي ځکه چې ورباندې لګیدلي تورونه سم نه دي او بې ګناه دی.”

د امريکا پخواني ولسمشر براک اوباما انتظامیې له پاکستانه د شکيل اپرېدي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د خپل کمپاين پر مهال وعده کړې وه چې د ولسمشرۍ چوکۍ سمبالولو وروسته به شکيل اپريدی له پاکستاني جېله خوشي کړي

XS
SM
MD
LG