د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وکيلانو اتحادیې د کوټې د وژل شويو وکيلانو تلين ولمانځه


د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر اتمه په کوټه کې وکيلان د ۲۰۱۶ کال د اګست اتمې د وژل شويو وکيلانو تلين لمانځي.
د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر اتمه په کوټه کې وکيلان د ۲۰۱۶ کال د اګست اتمې د وژل شويو وکيلانو تلين لمانځي.

د بلوچستان د وکيلانو اتحادیې نن (د اګست پر اتمه) په کوټه کې د هغو ۵۴ وکيلانو د وژنې اووم تلين ولمانځه چې په ۲۰۱۶ز کال کې وژل شوي ول.

په دې اړه په کوټه کې شوې غونډه کې د بلوچستان په ګډون د خیبر پښتونخوا او سیند وکيلانو او مدني فعالانو هم ګډون کړی وو. دوی د وژل شويو وکيلانو د کار ستاينه وکړه او د هغوی د ژوند په اړه یې د خبرو پر وخت وويل چې د جمهوريت او انساني حقونو لپاره د هغوی مبارزې ته بايد دوام ورکړل شي.

د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه د کوټې په سيول هسپتال کې د بلوچستان وکيلان په نښه شول چې پکې د ۵۴ وکيلانو او د دوو خبريالانو په ګډون ۷۰ کسان ووژل شول. د هغه بريد ذمه واري داعش وسلوالې ډلې او له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې جماعت الاحرار وسلوالې ډلې منلې وه.

په کوټه کې د وکيلانو د تلين لمانځغونډې له پېښوره ورغلي، د سپريم کورټ وکيل احمد فاروق خټک وويل چې د اګست اتمه د هېرولو نه ده. هغه زیاته کړه چې دا نېټه بايد ځکه په یاد وساتل شي چې پر دې ورځ د پښتنو ډير مهم خلک ووژل شول چې ټول هېواد ته یې زیان ورسېد.

د پاکستان سپریم کورټ د کوټې ځانمرګي برید پلټنو په موخه یو کمېشن جوړ کړی وو. د ۲۰۱۶ز کال په ډېسېمبر کې دغه کمېشن خپل راپور وړاندې کړ. په راپور کې پر ریاستي امنيتي ادارو نيوکې شوې وي چې د خلکو خوندي ساتلو ذمه واري یې نه ده پوره کړې. خو د پېښې په تړاو نه کوم لوړپوړی افسر له دندې ليرې شوی وو او نه هم کوم بل چارواکی سزا شوی وو.

د سپریم کورټ بار پخواني مشر ياسين ازاد د اګست پر اتمه په کوټه کې په غونډه کې وويل چې لا هم وکيلان د انصاف په تمه دي. هغه زیاته کړه چې حکومت لا هم د دغه پېښې د ذمه وارو خلکو نومونه نه دي په ډاګه کړي. نوموړي پر وکيلانو غږ وکړ چې خپل اتفاق پرځای وساتي او د بشري حقونو لپاره دې کار ته دوام ورکړي.

په کوټه کې په وژل شويو کې وکيل باز محمد کاکړ هم وو. د هغه کورنۍ د نوموړي د کارونو ستایلو او نوم ژوندي ساتلو لپاره د شهيد باز محمد کاکړ فاونډېشن په نوم بنسټ هم جوړ کړی دی. د هغه ورور او د دې بنسټ مشر ډاکټر لال کاکړ مشال راډيو ته ويلي وو چې د کوټې د وژل شويو وکيلانو په یاد کې به د هغوی په پلرنیو ښارونو او کلیو کې ولسي کتابتونونه جوړوي.

کاکړ د اګست پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې وار له مخه يې د "شهدا اتم اګست پبلک لايبرېري" په نوم په کوټه کې لوی کتابتون جوړ کړی دی او پلان لري چې د دې نورې څانګې د هر وژل شوي وکيل په نوم د هغوی په سیمو کې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG