د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اګست اتمې برید غچ: نورو ځوانانو وکالت ته مخه کړې


په کوټه کې د وژل شوو وکيلانو په ياد شمعې بلېږي
په کوټه کې د وژل شوو وکيلانو په ياد شمعې بلېږي

ملک واجد کاسي د قانون د زده کړو تر بشپړولو وروسته د وکالت پېشې ته د ورتللو اراده نه درلوده خو د ۲۰۱۶کال د اګست اتمې ترهګر برېد د هغه ژوند او مسلک دواړه وربدل کړل.

په دې ورځ د کوټې په سول هسپتال کې د بلوچستان وکيلان په نښه شول چې پکې د ۵۶ قانون پوهانو په ګډون ۷۰ کسان ووژل شول. د حملې پړه داعش وسله والې ډلې او له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې جماعت الاحرار ډلې په غاړه واخيسته. د اګست پر اتمه، د دې پېښې څلورم تلين په کوټه کې ولمانځل شو.

له دښمنه د بدل اخیستو ښه لار دا وه چې د وژل شوي وکيل زوی پر ځای مې بل زوی وکيل شي او د هغه پر لاره روان شي
د وژل شوي وزیر کاسي پلار

په وژل شويو کې د واجد کاسي ورور وزير کاسي هم وو. د وزير کاسي ۶۶ کلن پلار سعید جان او کورنۍ يې دا فکر وکړ چې د يوه منظم پلان له مخې د بلوچستان قانون پوهان په نښه شوي دي.

نوموړي د اګست پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې د زوی تر مرګ وروسته يې کورنۍ فيصله وکړه چې دښمن ته د ځواب ورکولو لپاره به خپل بل زوی واجد کاسی د وکالت پېشې ته ورکوي.

په دې بريد کې داسې قانون پوهان هم ووژل وشول چې په وکالت کې يې د لسيزو تجربه درلودله او هغه ځوانان هم ول چې له ښه تعليمي ادارو څخه يې زده کړې کړي وي.

د قانون پوهانو اتحاديو هغه مهال ويلي ول چې په بريد کې د بلوچستان د وکيلانو يو پوره روزل شوی نسل له منځه وړل شوی دی چې د دوی په وينا هدف يې د ټولنې هغه وېښ او فعاله وګړي وژل وو چې د صوبې د حقونو، بشري حقونو ته د درناوي او قانون واکمنۍ لپاره يې غږ پورته کاوه.

د بلوچستان د قانون پوهانو ټولنې (بار کونسل) مرستيال مشر منير کاکړ د اګست پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې هم د دې فکر تر اغېز لاندې په بلوچستان کې ډېرو ځوانانو او د وژل شويو وکيلانو د کورنی غړيو د وکالت پېشې خپلولو ته په ګڼ شمېر کې مخه کړې ده.

تر دې حملې وروسته اوس د وکالت پېشې ته د مخه کوونکو ځوانانو شمېر ډېر زیات شوی دی
منیر کاکړ

کاکړ زیاتوي: ((د ۲۰۱۶م کال اګست اتمې تر بريد وروسته په تېرو څلورو کالونو کې له موږ سره شاوخوا ۵۰۰ وکيلان راجسټر شوي دي خو د اتم ګست تر پېښې له مخه کالونو کې به دومره زيات شمېر کې ځوانانو ځانونه نه راجسټرول بلکې هغه مهال به په کال کې تر سلو هم کم قانون پوهان د وکالت مسلک ته راتلل.))

مقبول اڅګزي هم د ورور تر وژنې او پر وکيلانو تر بريد وروسته د وکالت پېشه خپله کړه. د ده ورور بېرسټر امان الله اڅکزی د ۲۰۱۶م کال د جون پر شپږمه نېټه نامالومو وسله والو د کوتې پر سپیني سړک وواژه. هغه د کوټې لا کالج پرنسپل وو.

مقبول اڅګزي د اګست پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د ورور د مرګ پر مهال هغه د اسلام اباد په اسلامک پوهنتون کې د قانون څانګې زده کوونکی وو خو اراده د وکالت پېشې ته د راتګ نه وه بلکې غوښتل يې چې د پاکستان د مقابلې امتحانونه سي اېس اېس يا پي سي اېس ورکړي. ((د ورور تر مرګ او د اتم اګست وکيلانو تر بريد وروسته مې فيصله وکړه چې د ورور او وژل شويو وکيلانو پاته شوی کار او هدف به پر مخ وړم.))

د وکيلانو وژنه يا د سيمې "علمي پنګې له منځه تلل"

مقبول اڅکزی اوس د قانون په برخه کې د لوړو زده کړو لپاره لندن ته تللی دی. هغه او واجد کاسي د وروڼو بايللو په صورت کې شخصي درد ليدلی خو تر دې غميزې وروسته داسې کسانو هم د وکالت پېشې ته مخه کړې چې په حمله کې يې د کورنۍ کوم غړی وژل شوی نه دی خو د دوی لپاره دا د کورونيو درد نه بلکې د ټولې سيمې د علمي پنګې زيان دی.

زما کړه وړه زما د وژل شوي ورور په شان دي. چې کله عدالت ته ورغلم نو جج راته وويل ته د هغه ورور نه یې؟ دې خبرې ډېر ودردولم. زما د ورور په دفتر کې اوس هم د هغه لیپ ټاپ، جاينماز او نور شيان پراته دي. ډير دردوونکي دي
ملک واجد

په دوی کې يو هم محب الله کاکړ دی. نوموړي په ۲۰۱۵ کال د کوټې لا کالج څخه د قانون زده کړې بشړې کړې وې خو د وکيل جوړېدو پر ځای یې په غير حکومتي اداره کې نوکري کولو ته لومړيتوب ورکړ. چې کله پر وکيلانو بريد وشو نو هغه د پلار په ډېر ټينګار د وکالت پېشې خپلولو فيصله وکړه.

نوموړي د اګست پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې پلار يې ورته وويل چې د قانون پوهانو د وژل کېدو له کبله د سيمې علمي پنګه له منځه تللې ده او د دې تشه ډکولو لپاره تاسو باید د وکالت پېشه خپله کړی.

هم دغسې کیسه د پنجګور اوسېدونکي بلوڅ خان هم ده. نوموړی د بريد په مهال د کراچۍ يونيورسټۍ په قانون څانګه کې زده کوونکی وو. ده د اګست پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د زده کړو د بشپړولو وروسته يې د وکالت پېشې ته د راتګ هيڅ اراده نه وه خو حملې د هغه په ذهن کې ځينې پوښتنې راولاړې کړې چې اخر ولې دا بريد وشو؟

د ده په وينا، هغه دا فکر وکړ چې په پاکستان د قانون پوهانو ټولنه داسې يوه خپلواکه اداره ده چې د قانون واکمنۍ لپاره، د جبر او سرزورو قوتونو پرضد غږ راپورته کولای شي او د ریاستي ادارو پر وړاندې فشاري ډله يیا پرېشر ګروپ جوړېدای شي نو د ده په وينا ځکه يې اراده بدله کړه او د وکالت پېشې ته راغلی.

خو د وژل شويو وکیلانو د مقدمو فايلونه، تصويرونه او نور يادونه نن هم د عدالتونو په خونو کې ژوندي دي. دغو يادونو د اتم اګست غميزې په نتيجه کې د وکالت پېشې ته راغلي ځوانان سخت ځورولي دي.

واجد کاسی وايي چې د ده کړه وړه د وژل شوي ورور وزير کاسي په شان دي او کله چې په لومړی ورځ جج ته حاضر شو نو هغو وپېژاند او پوښتنه يې ورڅخه وکړه چې تاسو خو د ملک وزير کاسي ورور نه ياست؟د ده په خبره دا شيبه د دده لپاره ډېر ځورونکې وه.

وزير کاسي تر مرګ څو مياشتې وړاندې د وکالت دفتر جوړ کړی وو چې واجد کله هم نه وو ورغلی. خو چې کله یې د ورور تر مرک وروسته وکالت شروع کړ نو د وزير کاسي ملګري بهلول کاسي واجد ته وويل چې د ورور دفتر ته ورسره ولاړ شي. هغه ورته په لومړي سر کې انکار خو بيا ورسره ولاړ.

دی وايي: ((زه د دفتر په دروازه کې ودرېدم او په کمره مې نظر واچاوه، د وزير لېپ ټاپ، د لمانځه مسله، خولۍ او کتابونه پراته وو چې دې منظر سخت ودردولم.)

محب الله کاکړ ته هم د وژل شويو وکيلانو کڼ شمېر يادونه پاته دي. هغه چې د وکالت په لومړی ورځ عدالت ته ولاړی نو هغه ټول يادونه او څهرې تر سترګو تېرېرې راتېرېدې. د ده په خبره، په بار روم کې به مو هغه چوکۍ ليدلې چې وژل شوي وکيلان به پر ناست ول او نن هم داسې يو محفل نه وي چې د دوی ذکر پکې نه وي.

د کوټې وکیلان د اتم اګست ناورین لمانځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00

XS
SM
MD
LG