د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کوټې ټول وژل شوي وکيلان مې انځور کړل'


انځورګر شرجيل بلوڅ د بلوچستان های کورټ په انګړ کې له خپلو کښلیو انځورونو سره
انځورګر شرجيل بلوڅ د بلوچستان های کورټ په انګړ کې له خپلو کښلیو انځورونو سره

شرجيل بلوڅ په اسلام اباد کې وو چې د کوټې پر وکيلانو د شوي ځانمرګي بريد خبر يې واوريد او دده په وينا دا دده لپاره هم هغسې حمله وه لکه د امريکايانو لپاره چې د يوولسم سپټمبر بريد وو.

شرجيل بلوڅ د بلوچستان اوسېدونکی دی، ژوند په کراچۍ کې کوي او د پاکستانيو ډرامو يو وتلی هنرمند دی.

په بلوچستان کې له يوه نيمې لسيزې راهيسې مرګ ژوبله روانه ده، يوشمېر حملې شوي چې پکې په سلګونه کسان وژل شوي خو شرجيل بلوڅ وايي، د نورو حملو په پرتله د اتم اګست ۲۰۱۶ م کال حملې سخت و لړزولی دا ځکه چې د ده په اند دا يوازي د بلوچستان پر وګړيو نه بلکې د دې صوبې پر اجتماعي ذهن حمله وه.​

شرجيل بلوڅ د وژل شوي وکيل قاهر شاه وکيل انځور هم جوړ کړی
شرجيل بلوڅ د وژل شوي وکيل قاهر شاه وکيل انځور هم جوړ کړی

​دې ناورين شرجيل بلوڅ سخت خپه کړ خو خپګان يې هغه وخت نور هم زيات شو چې کله يې د وکيلانو تر وژل کېدو شپږ ورځې وروسته د پاکستان خپلواکۍ په ورځ خلک په ګډا او نڅا وليدل. د ده په وينا دا ټول وکيلان د بلوچستان د سر خلک وو چې د ظلمونو او تېرېو ضد به يې غږ پورته کولی خو بريد ګرو د بلوچستان دغه ژبه غوڅه کړه.

له هر انځور سره مې د زړه خواله کړې ده. له هر تصوير سره مې خبرې کړې دي، دوی ته مې په ځير ځيرکتل او د انځورولو پر مهال مې ټول وکيلان خاموشه دوستان وګرځېدل

شرجيل وايي ((د خپلواکۍ په ورځ چې مې پر سړکونو خلک په نڅا وليدل او په بازارونو، لارو کوڅو کې مې موسيقي واورېدله نو وژل شوي وکيلان مې سترګو ته ودرېدل او د ټولنې پر بې حسۍ سخت خپه شوم.))

د خلکو هم دا بې حسي وه چې د شرجيل بلوڅ په روح کې ويده انځورګر يې را وېش کړ او د برش په ژبه يې د احتجاج کولو فيصله وکړه.

شرجيل بلوڅ برش راوخېست، د وژل شويو وکيلانو تصويرونه یې مخې ته کېښودل او د وکيلانو د انځورونو په کښلو سره يې هغوی ته د خپل فن پېرزونې وړاندې کړې.

د ده په وينا (( په لوموړي سر کې به مې يو انځور په درې ورځو کې جوړولی خو وروسته دومره ورسره اشنا شوم چې په دوه ساعته کې به مې يو انځور جوړولی.))

نوموړی وايي ((له هر انځور سره مې د زړه خواله کړې ده. له هر تصوير سره مې خبرې کړې دي، دوی ته مې په ځير ځير کتل او د انځورولو پر مهال مې ټول وکيلان خاموشه دوستان وګرځېدل.))

کله چې په ۲۰۱۷ م کال کې د وژل شويو وکيلانو لومړی تلين لمانځل کېدلی نو شرجيل بلوڅ دوژل شويو ۵۶ وکيلانو انځورونه بشپړ کړل او هغه يې له کراچۍ کوټې ته يووړل.

شرجيل بلوڅ د وژل شويو ۵۶ قانون پوهانو انځورونه په يوه کال کې جوړ کړل
شرجيل بلوڅ د وژل شويو ۵۶ قانون پوهانو انځورونه په يوه کال کې جوړ کړل

نوموړي دا تصويرونه د بلوچستان های کورټ په هم هغه انګړ کې د ننداري لپاره کېښودل چې يو وخت به هم په دې ودانۍ کې وکيلان ګرځېدل راګرځېدل خو اوس يې تش انځورونه پراته دي.

د خلکو بې حسی شرجيل بلوڅ د وکيلانو تصويرونه جوړولو ته هڅولی وو خو چې کله يې دغه انځورونه نندارې ته وړاندې کړل نو د خلکو ښه غبرګون د ده فکر بدل کړ او دده په خبره (( راته احساس وشو چې نه د خلکو احساس لا هم ژوندی دی.))

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:07 0:00

XS
SM
MD
LG