د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو عدالتونو کې ۲۱ لکه مقدمې بې فیصلې پرتې دي


پېښور های کورټ
پېښور های کورټ

پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن د مې په درېيمه په خپل خپاره کړي یوه راپور کې ويلي چې په دې ملک کې دوه اعشاريه يو ميليونه کېسونه په عدالتونو کې د ځنډ ښکار دي او فیصلې یې نه دې اورول شوي.

په راپور کې راغلي چې دا شمېره په ۲۰۱۹ز کال کې يو اعشاريه اته ميليونه وه.

کمېشن اندېښنه ښودلي چې په مقدمو کې فېصلې په ځنډ کېدل د انصاف ځنډېدل دي چې د بشري حقونو د تروړلو په مانا ده.

په کوټه کې وکيل، علي احمد کاکړ وايي د فېصلو ځنډېدلو يوه وجه د شاهدانو د وړاندې کولو غلط سیسټم او بل د مقدمو ختمولو لپاره پر ټاکلې موده عمل نه کول دي. نوموړي د مې په پينځمه مشال رېډيو ته وويل: ''د حکومتي وکيلانو لپاره جديدې ټکنالوژۍ او ټرېننګ ته ضرورت دی چې هغوی خپل کار سم وکړای شي. د ګواهانو د وړاندې کولو سیسټم سم نه دی. ډير وکيلان داسې ګواهان عدالت ته وړاندې کړي چې د کېس اړونده نه وي نو ځکه د مقدمې اورېدنه اوږده شي. بله دا چې ججان بايد د هر کېس د ختمولو لپاره وخت مقرر او بيا یې پابندي وکړي.''

په هغو کسانو کې چې د مقدمو اورېدنې یې ژوند په تکليف کړی، يوه هم د بشري حقونو فعاله ثنا اعجاز ده.

پر نوموړې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې د تقریرونو پر مهال د پاکستاني واکمنو پر پالیسيوو د نيوکو له امله د ریاست سره د غدارۍ تورونه لګول شوي او ۱۴ کېسونه ورته جوړ شوي دي. نوموړي دا تورونه بې بنياده بولي.

ثنا اعجاز د مې په پينځمه مشال رېډيو ته وويل چې نېزدې هره اونۍ به عدالت ته حاضرېدله خو قاضيانو به ورته د يوې يا بلې وجې په پلمه فیصله نه اوروله. ''زه یې له ملک د بهر تګ د مخنيوي (ECL) په لیست کې اچولې وم. تقریبا دوه نيم يا درې کاله په عدالتونو ګرځېدم چې له دې ليسته ووځم. کله به پولیسو عدالت ته ریکاډ وړاندې نه کړ. کله به حکومت وکيل نه وو. بیا به چې راغی نو له جج به یې نور وخت وغوښت. ځينې وخت به جج په رخصت ولاړو. ما سره دا هم شوې چې زما د کېس اورېدل به یې د ورځې داسې وخت ته برابراوه چې بیا به د عدالت وخت ختم شو. په يوه او بله بهانه یې زما د کېس په اړه د فېصلې له اورولو ډډه کوله.''

د ځينو خلکو د ضمانت نه کېدو له وجې هغوی بغیر له مقدمې په زندان کې پراته وي. د قیدیانو د حقونو لپاره کارکوونکې غېرسرکاري ادارې جسټس پراجيکټ پاکستان پر ويبپاڼې د خپرو شوو شمېرو ترمخه دا مهال ۴۸۰۰۰ بندیان داسې دي چې عدالتونو یې کېسونه نه دي فېصله کړي. دوی د مقدمو پر مهال په قيدخانو کې پراته دي. د دې ادارې په خبره کله چې فیصلې وځنډېږي نو په زندانونو د بندیانو د شمېر زیاتېدو له امله بوج ډېرېږي.

د پاکستان پخوانی اټارني جنرل او قانون پوه، قاضي انور د مې په پينځمه مشال رېډيو ته وويل چې په دې ملک کې د عدليې نظام زوړ دی او بايد چې نوی کړل شي. ''تاسو د عدالتونو تعداد وګورئ او د کېسونو. عدالتونه کم او کېسونه بيخي ډېر دي. د عدالتونو د زاړه سیسټم اندازه له دې هم لګېدای شي چې يو ګواه څو څو ځايه وړاندې کېږي. د عدالتونو په ودانيوو کې کافي کوټې نه وي چې دوه يا درې کېسونه په يو وخت وشي. له دې وجې خلکو ته د مقدمې د اورېدنې وخت زر زر نه وررسېږي. ډېری خلک په سپارشونو کېسونه لګوي.''

د پاکستان وزیراعظم عمران خان چې کله په ۲۰۱۸ز کال کې ټاکنې وګټلي نو دا ژمنه یې وکړه چې عدالتي نظام به سموي او خلکو ته به د انصاف ورکول اسانوي. نوموړي د مارچ په مياشت کې په اسلام اباد کې په يوه سيمينار کې د پاکستان پر چيف جسټس ګلزار احمد غږ وکړ چې پر عدلیه دې د خلکو باور پېدا کړي.

د بلوچستان های کورټ‌ چيف جسټس جمال مندوخېل د اپرېل پر ۲۷مه په کوټه کې يوې غونډې ته وويل چې د چيف جسټس ګلزار احمد د لارښوونو ترمخه به د ډېرو نويو عدالتونو ودانۍ جوړېږي چې د مقدمو اورېدنې به ورسره چټکې شي. ''موږ اوس په دې غور کوو چې د ججانو شمېر زیات شي. د راتلونکې لپاره پلان دا دی چې د عدالتونو ودانۍ په داسې شکل جوړې شي چې که د نورو نویو کوټو او ججانو ضرورت پېښيږي نو په اسانۍ سره ورزیات کړل شي. يو قانون نوی راغلی چې موږ ته د دې واک راکوي چې د يوې سیمې جاج واخلو او د حدونو په تعينولو سره ورته نور ججان ولېږو.''

د اپرېل په پينځمه نېټه د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي‌وزیر فواد چودري په يوه خبری غونډه کې ويلي ‌وو چې په عدالتي‌نظام کې اصلاحات د واکمن تحریک انصاف هيله ده. خو چې تر څو ورسره اپوزیشن او د عدلیې چلوونکي قاضيان نه وي ناست شوې، دا هيله به پوره نه شي.

XS
SM
MD
LG