د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰۱۶ز اګست اتمې برید: د وکیلانو په یاد بلوچستان کې کتابتونونه جوړېږي


کتابتون شهید باز محمد کاکړ فاونډېشن جوړ کړی
کتابتون شهید باز محمد کاکړ فاونډېشن جوړ کړی

په کوټه کې د شهيد باز محمد کاکړ فاونډېشن مشر وايي، د کوټې د وژل شويو وکيلانو په یاد کې د هغوی په پلرنیو ښارونو او کلیو کې ولسي کتابتونونه جوړ کړي.

باز محمد کاکړ له هغو ۵۶ وکيلانو يو وو چې د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه نېټه د کوټې پر سېول هسپتال په بريد کې ووژل شو او وروسته یې کورنۍ او خواخوږو د هغه په ياد کې فاونډېشن یا بنسټ جوړ کړ.

د هغه بريد ذمه واري وسله والو ډلو داعش او جماعت الاحرار منلې وه.

د فاونډېشن مشر او د باز محمد کاکړ ورور ډاکتر لال کاکړ د اګست پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې وار له مخه يې د "شهدا اتم اګست پبلک لايبرري" په نوم په کوټه کې لوی کتابتون جوړ کړی دی او پلان لري چې د دې نورې څانګې د هر وژل شوي وکيل په نوم د هغوی په سیمو کې جوړ کړي.

که ځوان کهول د کتاب، مينې او يووالي لپاره رابلل غواړئ نو کتابتون جوړول يې غوره لار ده.
لال کاکړ

د ده په وينا، په دې لړ کې د وژلي ناصر خان کاکړ اېډووکېټ په نوم د هغه په خپل کلي زرغون کې د لایبررۍ جوړولو لپاره د پشين ضلعې ډېپټي کمېشنر وداني ورکړې ده.

په بلوچستان کې ۳۴ ضلعې دې او د ۲۰۱۶ز د اګست اتمې په بريد کې په وژليو ۵۶ قانون پوهانو شپږ د کوټې او پاتې یې د صوبې د نورو ضلعو ول.

ډاکتر لال کاکړ وايي، هدف يې دا دی چې د وژلیو وکيلانو د يادګار جوړولو په صورت کې یې په خپلو کليو او ښارونو کې ژوندي وساتي.

"دا به څومره خوند وکړي چې د يوې کورنۍ د شهيد شوي کس نوم ژوندی وساتل شي او هغه هم په دومره ښکلې طريقه چې په هغه ځای کې ځوانان او پېغلې مطالعه وکړي، علم ترلاسه کړي او په خپلو کې بحثونه وکړي.)(

د شهيد باز محمد کاکړ فاونډېشن له طرفه د "شهدا اتم اګست پبلک لايبررۍ" رسمي پرانیسته د وژليو قانون پوهانو د څلورم تلين پر مهال د بلوچستان های کورټ قاضي عبدالله بلوڅ وکړه.

د وکیلانو په یاد کتابتون د ۲۰۲۰ز کال په اګست کې د تلین په مناسبت پرانیستل شو
د وکیلانو په یاد کتابتون د ۲۰۲۰ز کال په اګست کې د تلین په مناسبت پرانیستل شو

د ډاکتر لال کاکړ په وينا، غوښتل يې وژلي وکيلان ياد وساتل شي او د دې لپاره ورسره مختلفې لارې وي خو لايبرري جوړول ورته غوره ښکاره شول.

"نور یادګارونه هم جوړېدای شول خو زما په فکر که ځوان کهول د کتاب، مينې او يووالي لپاره رابلل غواړئ نو کتابتون جوړول يې غوره لار ده."

نوموړی وايي چې د شهدا اتم اګست لايبررۍ کې تر ۳،۰۰۰ زيات کتابونه پراته دي چې پکې په يوه وخت کې ۹۰ هلکان او ۲۰ نجونه مطالعه کولای شي.

د ده په خبره، دا ډېجيټل کتابتون دی چې د نړۍ له نورو کتابتونونو سره وصل دی او مطالعه کوونکي نړيوالو مجلو او انلاين زده کړو ته هم لاسرسی لري.

په کوټه کې د ګوتو په شمېر کتابتونونه دي جې قايداعظم لايبرېري يې تر ټولو لوی هغه دی چې پکې په يوه وخت کې ۴۰۰ کسان مطالعه کولای شي خو د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان له ځانګړي رپورټ سره سم هلته دومره ګڼه ګوڼه وي خلکو ته د مطالعه لپاره ځای نه موندل کېږي.

په کتابتون کې د نجونو لپاره د مطالعې بېله خونه جوړه ده
په کتابتون کې د نجونو لپاره د مطالعې بېله خونه جوړه ده

اکرام الله پانېزی به پخوا قايداعظم کتابتون ته ورته، خو اوس شهدا لايبرېرۍ ته ځي.

نوموړي د کراچۍ له اقرا يونيورسټۍ څخه په صحافت کې ماسټري کړې ده او اوس د نوکرۍ لپاره د مقابلې امتحان تياری کوي.

"يو خو دا کتابتون تر شپې ناوخته خلاص وي او بل په دې کې د انټرنېټ اسانتيا شته، نړيوالې رسالې او ورځپاڼې ترلاسه کېږي چې دا زموږ د امتحانونونو په تياري کې ډېره مرسته کوي."

ډاکتر لال کاکړ وايي چې د نجونو لپاره هم ځای ځانګړی شوی دی او د ورځې اوسطاً شپږ یا اووه نجونه مطالعې ته ورځي.

رابعه نظر به هم دلته د امتحانونو د تياريانو لپاره ورتلله خو وروسته په کتابتون کې نوکره شوه.

نوموړې مشال راډيو ته وويل چې د هغو نجونو لپاره چې غواړي له سړیو سره مخامخ نشي، بېله دروازه او د مطالعې جلا کوټه جوړه شوې ده.

هغې له بلوچستان يونيورسټۍ څخه ژورنالېزم يا صحافت لوستی او وايي چې په کتابتون کې د ضرورت ټول کتابونه لري.

ډاکتر لال کاکړ وايي، په کتابتون کې په پښتو، بلوچي، انګرېزي او اردو ژبو کې د ساينس، نړيوالو اړيکو، تاريخ، ادب، فلسفې او نورو مضمونونو کتابونه پراته دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG