د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخواني افغان ولسمشر، حامد کرزي په بنو کې د پښتون قامي جرګې له پرېکړو ملاتړ اعلان کړ


دا د ۲۰۱۲ کال تصویر دی. محمود خان اڅکزي په کابل کې د هغه مهال افغان ولسمشر حامد کرزي سره ګوري
دا د ۲۰۱۲ کال تصویر دی. محمود خان اڅکزي په کابل کې د هغه مهال افغان ولسمشر حامد کرزي سره ګوري

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون قامي جرګې له پرېکړه ليک څخه خپل "کلک ملاتړ" څرګند کړی دی.

په کابل کې د نوموړي دفتر د مارچ ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه ستره جرگه په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د هوارولو لپاره نېک او اغېزمن گام دی. خبرپاڼه زیاتوي: (( حامد کرزی د یادې جرگې له پرېکړه لیک څخه خپل کلک ملاتړ اعلانوي. همداراز په یاده غونډه کې د ښځو پراخ گډون او په اقتصادي، سیاسي او فرهنگي چارو کې د ښځو د حقوقو د تامین لپاره د جرگې د سپارښتونو ستاینه کوي.))

په بنو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د مارچ له ۱۱مې تر ۱۴مې جرګه وشوه چې د پاکستان د پښتنو سياسي، مذهبي او قبايلي مشرانو سربېره ګڼو پوهانو او فعالانو ګډون پکې کړی وو چې شمېر يې شاوخوا ۴۰۰۰ وو. دوی د جرګې په اخري ورځ په يو پريکړه ليک کې ۲۵ پرېکړې د غوښتنو په شکل کې وړاندې کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پرېکړه ليک د لوستلو په وخت وويل چې جرګې د افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني پوځ لخوا لګول شوی اغزن تار رد کړی او غوښتنه یې کړې چې تجارت او تګ راتګ ته دې بغیر له کوم کاغذه اجازه ورکړل شي. همداراز په افغانستان کې پر طالبانو ږغ وشو چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ حکومت جوړولو لپاره دې لویه جرګه او انتخابات وکړي. د يادونې ده چې په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د محمد اشرف غني په مشرۍ منتخب او جمهوري حکومت چپه کړ او د چارو واګي‌ يې په خپلو لاسونو کې واخیستل.

د جرګې په پاکستان کې د پښتنو لپاره د يوې صوبې جوړېدو غوښتنه هم وکړه. اڅکزي د دې غوښتنې د بيانولو په وخت وويل: "د ميانوالي او اټک په شمول دې د جنوبي پښتونخوا او شمالي پښتونخوا په يو ځای کولو سره د پښتنو يوه متحده قامي صوبه جوړه کړل شي."

په بنو کې پښتون قامي جرګې زیاته کړه چې پر پوځي چېک پوسټونو دې خلک نه په تکليفېږي، غېب کړل شوي ټول خلک دې خوشې شي، ماورای عدالت قتلونه دې بند او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښان علي وزیر، حنیف پښتين، اویس ابدال، قاضي طاهر او نور دې له زندانه پرېښوول شي. پر دوی د رياست خلاف د خلکو د پارولو تورونه دي چې دوی یې ردوي او په عدالتونو کې یې کېسونه روان دي. جرګې له پوځي عملياتو څخه د بې کوره شوو خکو په عزت سره ستنېدل او هغوی ته د کورونو جوړولو لپاره د معاوضې ورکولو غوښتنه کړې ده.

نه د جرګې ګډونوالو او نه هم کوربه محمود خان اڅکزي وويل چې د دې غوښتنو د عملي کولو مېکانېزم به څه وي خو هغه په خپله اخرنۍ وينا کې وويل چې دا جرګې به دوام کوي. نوموړي زیاته کړې چې په اروپا او افغانستان کې به هم د پښتنو داسې جرګې کېږي چې د پښتنو ستونزو ته حللارې پیدا کړي.

په بنو کې د پښتون قامي جرګې دې غوښتنو ته د پاکستان حکومت څه غبرګون نه دی ښوولی. پوځ هم د هغو مسایلو په اړه چې دوی ته پکې خطاب شوی، څه نه دې ويلي البته دوی په پخوا وختونو کې دا دريځ تکرار کړی چې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره يو حکومتي کمېشن کار کوي او د ماینونو پاکولو لپاره پوځ خپل کار ته دوام ورکړی دی.

بنو کې پښتون قامي جرګه د پرېکړه لیک په خپرولو پای ته رسېدلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00
XS
SM
MD
LG