د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارانونو او سېلابونو پاکستان کې لویې لارې تړلې او ځاني زیانونه یې اړولې


د پشکال سږنو بارانونو د بلوچستان په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې ډېر زیانونه اړولي ـ پخوانی انځور.
د پشکال سږنو بارانونو د بلوچستان په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې ډېر زیانونه اړولي ـ پخوانی انځور.

د پشکال بارانونو او سېلابونو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د مالي تاوانونو تر څنګ مرګژوبله هم اړولې ده.

چارواکي وایي، په بلوچستان کې سېلابونو د کوټې او سکهر ترمنځ د لویې لارې په ګډون د صوبې مرکزي سړکونه بند کړي دي.

د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم ای) د جولای پر ۲۸مه وویل چې د کوټې ـ سکهر ترمینځ د غځېدلي سړک یوه برخه د بلوچستان په سبي (سیوۍ) کې سېلابي اوبو وړې چې له امله یې د سیند او بلوچستان ځمکنۍ اړیکه پرې شوې ده.

په عین حال کې د هرنايي او سنځاوۍ، ګندهوا او نوتل او سبي او کوهلو تر مینځ لارې هم د سېلابونو له امله تړل شوي دي.

پي ډي اېم ای وايي، په بلوچستان کې د جون ۱۹مې راهیسې بارانونو او سیلابونو ۱۰ کسان وژلي او ۱۳ یې ژوبل کړي دي.

دا راز باران او سېلاب په صوبه کې ۱۱۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي او ۲۲۳ نور یې زیانمن کړي دي.

د ادارې یو چارواکي فېصل نسيم (د جولای پر ۲۸مه) په يو بيان کې ویلي چې د صوبي مختلفو سيمو کې د ژغورنې فعالیتونه کوي او ځپل شویو خلکو ته یې خوارکي مواد رسولي دي.

خیبر پښتونخوا کې زیانونه:

په خیبر پښتونخوا کې د پشکال وروستیو بارانونو او سېلابي اوبو د درو ماشومانو په ګډون پینځه کسان وژلي دي.

د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د کور راپريوتو له امله يوه ښځه او د هغې ۳ ماشومان مړه شوي او په مردان کې د مځکې ښوییدو په پېښه کې یو مزدور مړ او ۲ نور ژوبل شوي دي.

دا راز د سوات، دیر، بونیر او شانګلې په غرییزو سیمو کې ځاني او مالي تاوانونه اوښتي او لاری یې بندې کړي دي.

په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې سېلابونو او بارانونو مالي او ځاني تاوانونه واړول.

د جولای له ۲۲مې راهیسې بارانونو او سېلابونو په ملاکنډ ډوېژن کې لږترلږه نهه کسان ووژل او په لسګونو کورونه او سړکونه یې وران کړل. په بر دیر او چترال کې سېلابونو او بارانونو بېخبنا زیانمنه کړه. د چترال چارواکي وایي، په وروستیو بارانونو او سېلاب کې هلته ۴۵ کورونه ړنګ کړل او فصلونه ويجاړ کړل.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارو چارواکو د جولای پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې د جولای له ۲۰مې تر ۲۵مې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د بارانونو له کبله په مختلفو پېښو کې لږترلږه ۳۰ کسان ووژل شول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې اقلیمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG