د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې راتلونکو ۳ ورځو کې د لا زیاتو بارانونو وړاندوینه شوې


په کراچۍ کې تر باران وروسته پر سړکونو اوبه ولاړې دي - د جولای ۲۴مې انځور.
په کراچۍ کې تر باران وروسته پر سړکونو اوبه ولاړې دي - د جولای ۲۴مې انځور.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (اېن ډي اېم اې) په راتلونکو درو ورځو کې په هغه هېواد کې د پشکال د بارانونو د زیاتوالي وړاندوینه کړې ده.

ادارې د جولای پر ۲۷مه په بیان کې ویلي چې له عرب سمندرګي څخه نمجن بادونه هېواد ته داخلېږي چې د پاکستان په لوړو او مرکزي برخو کې به د باران لامل شي.

اېن ډي اېم اې وايي چې د جولای ۲۷مې له شپې څخه د جولای تر ۳۰مې، باد، باران او تندر ښايي د بجلۍ ستنو او د شمسي توانایۍ (انرژۍ) تولیدوونکو نظامونو ته نقصان ورسوي.

هغې ادارې ولس او سیلانیانو ته د احتیاط کولو ویلي دي.

د ادارې په خبره، شړکنده بارانونه ښايي په پېښور، راولپېنډۍ، اسلام اباد، لاهور، فیصل اباد او ګوجراوالا کې د سېلابونو لامل شي.

د دې تر څنګ ادارې په مري، ګلیاتو، کشمیر، د پاکستان تر واک لاندې ګلګت بلتستان او د خیبر پښتونخوا په غرییزو سیمو کې تر باران وروسته د کمرونو نړېدو اټکل کړی دی.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې داراز په راتلونکو ورځو کې په بلوچستان، ډېره غازي خان، دیر، سوات ، کوهستان، شانګله، بونېر، مانسهرې او اېبټ اباد کې هم د تېزو بارانونو او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.

په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې سېلابونو او بارانونو مالي او ځاني تاوانونه واړول.

د جولای له ۲۲مې راهیسې بارانونو او سېلابونو په ملاکنډ ډېوېژن کې لږترلږه نهه کسان ووژل او په لسګونو کورونه او سړکونه یې وران کړل. په بر دیر او چترال کې سېلابونو او بارانونو بېخبنا زیانمنه کړه. د چترال چارواکي وایي، په وروستیو بارانونو او سېلاب کې هلته ۴۵ کورونه ړنګ شوي او فصلونه ويجاړ شوي دي.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارو چارواکو د جولای پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې د جولای له ۲۰مې تر ۲۵مې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د بارانونو له کبله په مختلفو پېښو کې لږترلږه ۳۰ کسان ووژل شول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې اقلیمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG