د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان کروندګر له حکومته پر ډېمونو د کار تېزول او زیاتول غواړي


د بلوچستان په پسني سيمه کې له ډېمه وتلې اوبه - انځور له ارشيفه
د بلوچستان په پسني سيمه کې له ډېمه وتلې اوبه - انځور له ارشيفه

د وفاق په مرسته په بلوچستان کې د ۱۰۰ ډېمونو پروژې مشر ابراهیم مینګل وايي، دوی هڅه کوي چې د صوبې په هره ضلع کې تر ټولو مناسبه سیمه کې ډېمونه جوړ کړي.

د بلوچستان د کروندګرو سازمان وايي، په دې صوبه کې د اوبو مسلې هواري لپاره ضروري ده چې زر تر زره په هره سیمه کې د ښه معیار ډېمونه جوړ کړل شي.

د یاد سازمان مشر عبدالرحمان بازي د جولايي پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، یو پلو په بلوچستان کې بارانونه کم دي او بل پلو وفاق د دې اوبو زېرمه کولو ته پوره پام نه کوي.

عبدالرحمان بازي زیاته کړه چې په بلوچستان کې د اوبو کمی داسې حالت ته رسېدلی دی چې په هر یونېن کونسل کې د ډېم ضرورت دی. هغه وویل: "زموږ د کروندګرو لومړۍ غوښتنه دا ده چې ډېمونه جوړ شي، په هره ضلع، په هر تحصیل او ان په هر یونېن کونسل کې ډېمونه جوړ شي."

د دې دومره لویې پروژې لپاره یوازې ۳۴ کروړه روپۍ راکړل شوې وې
ابراهيم مينګل

عبدالرحمان بازي وویل، دوی دا غوښتنه ځکه کوي چې په وار له مخه وچکالۍ ځپلي بلوچستان کې هر کال په ډېره پراخه کچه د باران اوبه ضایع کېږي. هغه زیاته کړه: "زموږ په صوبه کې هر کال په مجموعي توګه شاوخوا ۱۲ اعشاریه پنځه میلیونه ایکړه فُټه د باران اوبه ضایع کېږي. دا دومره دي لکه دوه تربېلا ‌ډېمه او تربېلا ډېم دا وخت ۲۴۰۰ مېګاواټه بجلي جوړوي نو اوس تاسو اندازه وکړئ چې زموږ څومره تاوان روان دی."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د نورو سیمو په څېر د بلوچستان په زیاتره برخو کې هم د پشکال بارانونو لړۍ روانه ده.

د بلوچستان کروندګر وايي، هلته تېر کال شویو بارانونو پر دې سربېره دوی ته ډېره ګټه رسولې چې د باران زیاتره اوبه ضایع شوې وې. خو د وفاق په مرسته په بلوچستان کې د ۱۰۰ ډېمونو پروژې مشر ابراهیم مینګل وايي، دوی هڅه کوي چې د صوبې په هره ضلع کې تر ټولو مناسبه سیمه کې ډېمونه جوړ کړي.

نوموړي د جولايي پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، په ۲۰۰۹م کال کې پیل شوې دا پروژه که څه هم د ملک اقتصادي ستونزو ټکڼۍ کړې ده خو بیا هم لویه برخه ډېمونه جوړ شوي دي. هغه وویل: "په ۱۰۰ ‌ډېمونو کې د ۸۵ بولۍ شوې وې، په هغه کې ۵۸ جوړ شوي او پر ۲۷ کار روان دی. د پاتې ۱۵ هغو لا بولۍ نه ده شوې، په تېر مالي کال کې مو مشکلات په دې زیات وو چې په ټول کال کې موږ ته د دې دومره لویې پروژې لپاره یوازې ۳۴ کروړه روپۍ راکړل شوې وې."

ابراهیم مینګل وویل چې وفاقي حکومت ورته په دې مالي کال کې دوه اربه روپۍ بېلې کړې دي په کوم چې به دوی پر وار له مخه روانو ۲۷ ډېمونو کار کوي.

تېر کال کال د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د زیاتو بارانونو له کبله راغلو سېلابونو د نور ځاني او مالي زیات تر څنګ ډېمونه هم اغېزمن کړي وو. خلکو په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو د هغو ډېمونو پرې کېدو پرضد خواشیني څرګنده کړې وه او حکومت یې په درغلیو او غیر معیاري کار کولو تورن کړی وو. خو د ۱۰۰ ډېمونو پروژې مشر ابراهیم مینګل د درغلیو تور ردوي او وايي چې د هغو ډېمونو بیا جوړولو لپاره یې وفاق ته سپارښتنه کړې ده.

نوموړي وویل: "زموږ په پروژه کې یوازې درې ډېمونه د بې وخته او زیاتو اوبو له کبله پرې شوي وو، په هغوی کې یو د لورالايي د شیرجان کډۍ دېم وو، بل د مسلم باغ د ملګګۍ ډېم وو او دریم په چمن کې د ماچکه په نامه ډېم وو. اوس مو دې ډېمونو بیا جوړولو لپاره سپارښتنې وفاق ته رسېدلې دي او منظوري یې له شپږو تر اتو میاشتو وخت اخلي."

بلوچستان د مځکې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده خو له تېرو شاوخوا درو لسیزو راهسې پکې روانې وچکالۍ زراعت ډېر ځپلی او د مرکز کوټې په ګډون په یو شمېر سیمو کې د څښلو اوبو کمی رامنځ ته شوی دی.

XS
SM
MD
LG