د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ کې د بارانونو او سېلابونو له کبله یوشمېر سړکونه او پلونه وران شوي دي


په سوات کې تر باران وروسته د کمر نړېدو له کبله لاره خرابه شوې ده - انځور له ارشيفه
په سوات کې تر باران وروسته د کمر نړېدو له کبله لاره خرابه شوې ده - انځور له ارشيفه

د جولای له ۲۲مې راهیسې بارانونو او سېلابونو د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ډېوېژن کې لږترلږه نهه کسان وژلي او په لسګونو کورونه او سړکونه یې وران کړي دي.

ځايي خلکو له مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته د مرستو غوښتنه کړې او پر چارواکو یې ټينګار کړی چې د رغونې او د لارو پرانیستو چارې ګړندۍ کړي.

د چترال محمد ارشاد د جولای پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل، هلته په بارانونو او سېلاب کې ۴۵ کورونه ړنګ شوي او فصلونه ويجاړ شوي دي. "په بر چترال کې ډېر سړکونه ويجاړ شوي دي. سېلاب ځپلو ته په وخت راشن (خوراکي توکي) نه رسېږي. پلونه ړنګ شوي او په ځينو ځایونو کې لویې لارې بندې دي. د غنمو فصل رېبلو ته تيار وو خو بارانونو او سېلابونه خراب کړ. خلک سخت پرېشانه دي."

بارانونو د دير غرنۍ سيمې هم ځپلې دي. ځايي خلک وايي چې هلته پخوا هم سړکونه ډېر ښه نه ول خو اوس یې حالت نور هم بدتر شوی دی.

د کوز دیر اوسېدونکي او خبريال عبدالله مدني د جولای پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې د تالاش په نامه په سيمه کې له شمشي خان سره نېږدې پل نړېدلی دی چې له وجې یې پر سړک تګ راتګ نه شي کېدای. د هغه په وينا، له دې وجې یې ګڼ ګاډي پر ځای ولاړ پاتې شول چې پکې ناستو ښځو او ماشومانو شپې همهلته تېرې کړي. په ليرې پرتو سيمو جندول، ثمر باغ او تالاش کې بیا د بجلۍ د نه شتون له وجې مشکلات ډېر دي.

د تېر کال په څير دا ځل هم سېلابونو په سوات کې ډېر زیانونه اړولي دي. د سیلانۍ سيمې، بحرين اوسېدونکي خورشيد حقاني مشال راډيو ته وويل چې د سړکونو خرابېدو له وجې د سیلګرو ورتګ کم شوی دی. د هغه په وينا، هر کال په دې وخت کې بحرین ته په سلګونو خلک ورتلل خو په سېلابونو کې د لارو خرابېدو له کبله نه شي ورتللای او د ځايي سوداګرو کاروبار خراب شوی دی.

د ملاکنډ ډېوېژن کمېشنر شاهد الله خان مشال راډيو ته وويل چې په ځينو غرنيو سيمو کې یې د مسايلو باوجود اکثرې لارې رغولې او پرانیستې دي. "په بر چترال کې ټول سړکونه اوس خلاص شوي دي. د کومو خلکو چې کورونه وران شوي، هغوی ته مو خیمې ورکړې دي. پاتې شو دير نو هلته مو د نړېدلي پل تر جوړولو پورې عارضي لارې او پل جوړ کړی دی. کار به یې ژر پوره شي."

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG