د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د اتو ضلعو پر پاتې حلقو بلدیاتي ټاکنې روانې دي


انځور له ارشیفه اخیستل شوی دی.
انځور له ارشیفه اخیستل شوی دی.

د بلوچستان په اتو ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو په هغو څوکیو نن (د جولای په دویمه نېټه) بیا ټاکنې کیږي چې د مې په ۲۹مه د یوې بدې پیښې له کبله ځنډیدلې وی.

په دې ضلعو کې، کلا عبدالله، زیارت، لورالايي، پنجګور، سبي ، نوشکي او کیچ شامل دي.

انتخاباتي کمیشن نن (د جولای په دویمه نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار له اتو بجو راهیسې د اتو ضلعو په ۱۳ وارډونو کې پولینګ روان دی چې تر مازیګر پنځو بجو به دوام لري.

الیکشن کمېشن ویلي چې په انتخاباتو کې باید ښځې هم خپل جمهوري حق وکاروي او رايې ورکړي. کمېشن ویلي که چیرې څوک په دغه لاره کې خنډان جوړوي نو پر ضد به یې قانوني کارروایي کېږي.

یاده دې وي چي د بلوچستان په ۳۲ ضلعو کي د مې په ۲۹مه بلدیاتي انتخابات ترسره شوي وو خو په ځینو سیمو کې د تاو تریخوالي او انتظامي علتونو له کبله انتخابات ځنډول شوي وو.

په کوټه او لسبیله ضلعو کې هم ټاکنې نه دي شوي او انتخاباتي کمېشن اعلان کړی دی چې هلته به به د اګست په ۲۸مه ټاکنې کیږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG