د لاسرسي ځای

تازه خبر

نارسمي نتیجې: د بلوچستان بلدیاتي انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ازادو نوماندانو ګټلې دي


په بلوچستان کې سږ کال لومړی په مې او بیا د ډېسېمبر پر ۱۱مه د بلدیاتي انتخاباتو دوه پړاوه ترسره شول - د مې ۲۹مې انځور.
په بلوچستان کې سږ کال لومړی په مې او بیا د ډېسېمبر پر ۱۱مه د بلدیاتي انتخاباتو دوه پړاوه ترسره شول - د مې ۲۹مې انځور.

د غیر سرکاري او غیر حتمي پایلو له مخې د بلوچستان په درو ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو تر ټولو زیاتې څوکۍ ازادو نوماندانو ګټلې دي.

د ډېسېمبر پر ۱۱مه د بلوچستان په درو ضلعو پښین، حب او لسبېله کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو ترسره شو.

نارسمي او غیر حتمي نتیجې ښيي د پښین په حرمزیو کې د ښاروالۍ څوکۍ جمعیت علمای اسلام (ف) ګټلې ده، په لسبېله کې د پخواني اعلاوزیر جام کمال خان بلوچستان عوامي ګوند او په حب کې حکومتي ګوند عوامي اتحاد د ښاروالۍ څوکۍ ګټلې دي.

انتخاباتي کمېشن وايي، په درو ضلعو کې تر ۲۸۰،۰۰۰ زیات ووټران رجسټر ول او دا چې د رایې ورکونې بهیر د ډېسېمبر پر ۱۱مه له سهار اتو څخه د ماښام تر پینځو پورې بې له ځنډه روان وو.

د بلوچستان حکومت په درېواړو ضلعو کې د انتخاباتو لپاره امنیتي اقدامات کړي ول.

په بلوچستان کې د بلدیاتی انتخاباتو لومړی پړاو د ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۹ مه ترسره شوی وو. هغه وخت د صوبې په ۳۲ ضلعو کې رایې اچول شوې وې.

خو په اتو ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو پر هغو څوکیو د جولای پر دویمه نېټه بیا ټاکنې شوې وې چې د مې پر ۲۹مه د بېلابېلو پېښو له کبله وځنډېدې. په هغو کې کلا عبدالله، زیارت، لورالايي (بوری)، پنجګور، سېوۍ، نوشکي او کېچ شامل ول. په لومړي پړاو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ازادو نوماندانو ګټلې وې.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه د صوبې په مرکز کوټه کې بلدیاتي انتخابات نه دي شوي البته په نورو ضلعو کې سږ کال نهه کاله وروسته بلدياتې ټاکنې وشوې خو سیاسي ګوندونه د انتخاباتي کمېشن پر دې پرېکړه خوشاله نه ول او ویل یې چې انتخاباتو ته چمتو نه دي.

خو د انتخاباتې کمېشن صوبايي مشر فیاض حسین مراد مشال راډیو ته ویلي ول چې دا پرېکړه یې د سپریم کورټ په امر کړې وه.

په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسېمبر پر اوومه شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې د منتخبو ادارو موده پای ته رسېدلې وه.

په پاکستان کې د بلدیاتي انتخاباتو لړۍ له تېر څه باندې یو کال راهیسې روانه ده. د خيبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن په صوبه کې په دوو مرحلو کې بلدیاتې انتخابات کړي ول.

په لومړي پړاو کې د صوبې په ۱۷ ضلعو، پېښور، بونېر، صوابۍ، نوښار، کواټ، ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، ټانک، هريپور، چارسده، هنګو، لکي مروت او درو قبايلي ضلعو مومندو، باجوړ او خيبر کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه انتخابات ترسره شوي ول.

د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه بيا د بلدیاتي انتخاباتو په دويم پړاو کې د صوبې په پاتې ۱۸ ضلعو یعنې شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، کورمه، اورکزیو، بر دیر، کوز دیر، سوات، شانګله، ملاکنډ، اېبټ اباد، مانسهره، بټګرام، تورغر، بر چترال، کوز چترال، بر کوهستان، کوز کوهستان او کولايي پالس کې ټاکنې وشوې.

XS
SM
MD
LG