د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د ۳۲ ضلعو د بلدیاتي ادارو کونسلران د ځانګړو څوکیو ډکولو لپاره ووټونه اچولي دي


په بلوچستان کې یو انتخاباتي افسر د یو ووټ اچوونکي ګوته رنګوي - پخوانی انځور.
په بلوچستان کې یو انتخاباتي افسر د یو ووټ اچوونکي ګوته رنګوي - پخوانی انځور.

د بلوچستان په ۳۲ ضلعو کې د بلدیاتي ادارو کونسلرانو د ۳۳ فیصده ځانګړو څوکیو ډکولو لپاره رایې کارولې دي.

منتخب کونسلرانو د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اووه میونېسېپل کارپورېشنونونو، ۴۸ میونېسېپل کمېټیو او ۵۹۷ یونین کونسلونو کې د ښځو، کروندګرو او مذهبي لږکیو استازو انتخابولو لپاره ووټونه واچول.

د مې پر ۲۹مه د بلوچستان په ۳۲ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شوی وو چې پکې تر ټولو زیاتې څوکۍ ازادو نوماندانو ګټلې وې.

تر دې وروسته د ډېسېمبر پر ۱۱مه د بلوچستان په پښین، حب او لسېبېله کې د بلدیاتي ادارو د انتخاباتو دویم پړاو ترسره شوی وو.

له نارسمي نتیجو سره سم، په هغو درو ضلعو کې هم زیاتې څوکۍ خپلواکه نوماندانو ګټلې دي.

تر اوسه پورې په کوټه کې بلدیاتي انتخابات نه دي شوي.

په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسېمبر پر اوومه شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې د منتخبو ادارو موده پای ته رسېدلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG