د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم مخکښان ګیله من پښتین او عیدالرحمان زندانیان شول


د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزان ګیله من پښتین او عیدالرحمان د بنو په کچارۍ کې له ځولنو سره د پېښۍ پر مهال: ۲۰۲۱، ۲۱ سېپټېمبر
د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزان ګیله من پښتین او عیدالرحمان د بنو په کچارۍ کې له ځولنو سره د پېښۍ پر مهال: ۲۰۲۱، ۲۱ سېپټېمبر

د سېپټېمبر پر ۲۱مه د بنو د یوه عدالت قاضي انعام الله خان د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو فعالانو ګيله من پښتین او عیدالرحمان د ریاست پر ضد د بغاوت په یوه مقدمه کې عبوري ضمانت منسوخ کړ او زندان ته يې واستول.

د شمالی وزیر ستان د دته خېلو پوليس مشر رسول دراز خان وايي، پر دوی دواړو دا مقدمه د شمالی وزیرستان پوليسو د روان کال د مې میاشتې پر ۲۶مه په دته خېلو کې د خړ کمر د شهيدانو په لمانځغونډه کې تر ویناګانو وروسته کښلې ده.

هغې جلسې ته د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور پښتین هم وينا کړې وه. د پوليسو په ایف ای ار کې د منظور پښتین نوم هم شته خو هغه نیول شوی نه دی.

د سېپټېمبر پر ۲۱مه د بنو له کچارو نه له مشال راډيو سره په خبرو کې ګيله من پښتین او عيد الرحمان د بنو د ايډيشنل سیشن جج انعام الله خان لخوا د ضمانتونو د منسوخۍ په اړه د هغوی وکيل حاجي صمد خان وويل:"تر وړوکي اختر پس په دته خيلو کې د خړ کمر د شهیدانو په یاد کې يوه ولسي غونډه شوې وه، د شمالی وزیرستان انتظاميي د دغه غونډې اجازت ورکړی وو او هېڅ اعتراض يې پرې نه وو کړی، حتی انتظاميي د دغه غونډې لپاره امنيتي انتظامات هم کړي ول. په غونډه کې هم څه قابل اعتراض خبرې نه وې شوې، د غونډې د کارروايي ټول مواد هم موجود دي خو پوليسو پر دوی د بغاوت مقدمه جوړه کړې ده، نو پکار دا وه چې اوس د دوی دا عبوري ضمانت پوخ ضمانت ته اړول شوی وی ځکه چې دا دوی قانوني حق دی. په کښلې مقدمه او ځمکني حقیقت کې ډېر فرق دی خو قاضي انعام الله خان د دوی ضمانت منسوخ کړو او اوس به يې زندان ته استوي."

مشال راډيو ته تر لاسه شوې ایف اي ار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین ، عیدالرحمان او ګيله من پښتین تر څنګ په اتو نورو کسانو تور لګول شوې چې دوی خلک خانه جنګۍ خوا ته بلل، د ریاستي او حکومتي ادارو پرضد يې د کرکې خورلو خبرې کولې خو د سېپټېمبر پر ۲۱مه د بنو د عدالت نه بهر په ځولنو (هتکړو) کې ناست ګيله من پښتین له مشال راډیو سره په خبرو کې دغه تورونه ناسم وبلل:

"پر موږ د مقدمې درجېدو پس موږ ضمانت کړی وو ، هغه ضمانت عدالت رد کړ او موږ يې بېګا تاڼې ته ولېږلو، یوه شپه موږ د شمالی وزیرستان په تاڼه کې وکړه او دلته د بنو عدالت به اوس پرېکړه کوي چې موږ کوم زندان ته استوي خو موږ له زندان او هتکړو نه نه ويرېږو، موږ د پښتون قام د ښه مستقبل، د ورکو کسانو او دظلم پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ له بیانيي سره به تل ولاړ يو."

له ګيله من پښتین سره په څنګ کې ناست عیدالرحمان هم دغه تورونه رد کړل او د ولس د حق لپاره يې د مبارزې جاري ساتلو ژمنتیا وښوده.

د سېپټېمبر په ۲۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د شمالی وزیرستان د پوليسو د پلټنو څانګې مشر میر دراز خان وويل چې عدالت ته يې خواست کړی دی چې د ریاست پرضد د بغاوت د پلټنو لپاره دې ګيله من او عید الرحمان دوی ته حواله کړي.

''د دې مقدمې مرکزي نقطه د ریاست پرضد د بغاوت ده، په دې مقدمه کې نور اته کسان هم شامل دي خو څه پکې مفرور دي خو ګيله من او عیدالرحمان خپله عدالت ته وړاندې شوي ول، په ابتدايي پلټنو کې ګیله من او عیدالرحمان ما ته ويلي چې دوی د خړ کمر د شهيدانو په یاد کې غونډه کړې وه، نه يې د ریاست پرضد د کرکې خبرې کړي او نه يې بغاوت کړی دی. دوی دا وايي چې حتی د مقدمې ورته هم مالومات نه ول او عدالت ته خپله وړاندې شوي ول، او عدالت ته د لا نور سپیناوي ضمانت يې هم ورکړی دی.''

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمېټۍ غړي او وکيل حاجي صمد خان مشال راډيو ته وويل چې هم په ورته مقدمو کې دا مهال د غورځنګ د يو مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر تر څنګ حنیف پښتین ، اويس ابدال، ډاکټر کامران او اوس ګيله من پښتین او عيدالرحمان زنداني دي او د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې د دوی د مشرانو او فعالانو پرضد تر سلو زیاتې مقدمې جوړې کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG