د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مخکښ عالمزیب مسید ضمانت منظور شو


عالمزیب مسید د پښتون ژغورنی غورځنګ له بنسټګرو څخه دی ـ پخوانی انځور.
عالمزیب مسید د پښتون ژغورنی غورځنګ له بنسټګرو څخه دی ـ پخوانی انځور.

د ډیره اسماعیل خان سېشن جج د منشیاتو په قضیه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ عالمزیب مسید ضمانت منظور کړی دی.

د مسید وکیل اسد عزیز ایډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې د ضمانت لپاره یې عدالت ته پر ورکړل شوي خواست اورېدنه نن (د جون پر ۲۶مه) وشوه او قاضي د مسید ضمانت منظور کړ.

عالمزیب مسید او د هغه خورزوی محمد سجاد د جون پر ۱۶مه د ډیره اسماعیل خان صدر تاڼې پولیسو له خپله کوره ګرفتار کړي ول او دعوه يې کړې وه چې له هغوی سره یې "چرس نیولي" دي. مسید د جون پر ۱۷مه په ډیره اسماعیل خان کې عدالت ته تر وړاندې کولو وروسته زندان ته لېږدول شوی وو.

عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته چې کله عالمزېب د ډېره اسماعيل جيل ته پوليسو روان کړی وو نو نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې پر ده د درواغو پر بنياد د چرسو درلودو مقدمه جوړه کړل شوې ده. د هغه په خبره، دا ځکه چې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

هغه وویل، "زما ګنا دا ده چې زه د بشري حقونو لپاره اواز پورته کوم. بدترينه تشدد راباندې شوی دی، يوازی له دې کبله چې موږ د بشري حقونو لپاره اواز ولی پورته کوو؟ "

په ډیره اسماعیل خان کې د غورځنګ یو فعال غړي مصطفا چمتو نن (د جون پر ۲۶مه) مشال راډیو ته وویل چې تمه لري عالمزیب به هم نن له زندانه ووځي.

هغه وویل ''عالمزیب یې پر د جون پر ۱۷مه جیل ته ولېږی، تر هغې وروسته څلور ځله عدالت ته وړاندې کړ او نن ورته جج ضمانت ورکړ او دا ځکه چې پر یو سیاسي کارکن د منشیاتو بې بنیاده اېف ای ار لیکل شوی وو. امید لرو چې نن مازیګره پورې به خوشی شي''

عالمزېب مسید د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړی دی چې په ځانګړې توګه په قبایلي سيمو کې د ځمکلاندو ماینونو او د لادرکه کسانو په اړه معلومات غونډوي او د هغوی د موندلو او خوشې کولو لپاره مبارزه کوي.

پر عالمزېب مسید د دې مبارزې په ترڅ کې څو ځله مقدمې شوې دي‌ او هغه نیول شوی او په زندان کې اچول شوی دی.

هغه د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر کې په ټانک کې پولیسو په سرکاري چارو کې د لاسوهنې په تور نیولی وو.

عالمزېب مسيد د پښتون ژغورنې غورځنګ له بنسټګرو دی او د ۲۰۱۹جنورۍ پر ۲۱مه نېټه په کراچۍ کې د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقیب الله مسيد د لومړي تلين په غونډه کې تر وينا وروسته پوليسو نيولی وو.
پر هغه وروسته د ترهګرۍ قانون لاندې د پوځ پر ضد د وينا کولو او د خلکو راپارولو تور ولګول شو.

د ترهګرۍ ضد عدالت د هغه ضمانت رد کړ خو د شاوخوا نهو مياشتو تر بند وروسته د پاکستان سپريم کورټ يې د خوشي کولو ضمانت منظور کړ.

عالمزېب مسيد د "میں ملزم نہیں مدعی ہوں" په نوم کتاب هم ليکلی دی چې "زه ملزم نه، مدعي يم" تر سرليک لاندې پښتو ژبې ته هم ژباړل شوی دی.

عالمزېب مسيد پر ۱۰۵ پاڼو مشتمل په دې کتاب کې په کراچۍ کې د ځان د نيونې، د زندان د ورځو شپو، د لادرکه کسانو د ورکېدو د پیل او لاملونه، پر ولسي خلکو د تشدد، د مځکني ماينونو پر ضد د خپلو هلو ځلو، پر امنتي پوستو له عامو خلکو سره چلند او د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو پر لاملونو ليکل کړي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG