د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منځنۍ کورمې اوسېدونکي د تحصیل پر کچ د استادانو د ګومارلو غوښتنه کوي


د مې د څلورمې پېښې وروسته په کورمه کې تعليمي هلې ځلې ټکنۍ شوي او د هغه ځای یو شمېر سکولونه لا هم تړلې دي. 
د مې د څلورمې پېښې وروسته په کورمه کې تعليمي هلې ځلې ټکنۍ شوي او د هغه ځای یو شمېر سکولونه لا هم تړلې دي. 

د منځنۍ کورمې اوسېدونکي او ځايي استادان غوښتنه کوي چې د تعلیم د محکمې اختیارات او پکې برتیانې (ګومارنې) دې د تحصیل په سطح شي.

د استادانو د اتحادیې ځايي مشر محمد رفیق د جون پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل، د تعلیم د محکمې اختیارات دا وخت د ضلعي مشر سره دي، چې دفتر یې په پاړه چینار کې دی. نو د تري منګلو پر سکول له برید وروسته سني استادان هلته دفتري کارونو ته ورتګ ته زړه نه ښه کوي.

د سیمې د بلدیاتو مشر احسان الله احسان مشال راډيو ته وویل چې د تعلیم په محکمه کې د ځايي خلکو برتیانې به د سیمې اوسېدونکو ته د روزګار موقع ورکړي او هلته د تعلیم اغیزمن بهیر به هم روان شي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

د منځنۍ کورمې اوسېدونکي او ځايي استادان د تحصیل په کچه د استادانو د ګومارنې دا غوښتنه تر هغې وروسته کوي چې د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې پېښې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګل د هلکانو په سرکاري ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل. د تري منګل په پېښه کې وژل شوي ټول شیعه ګان وو. تر هغې پېښې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو په سني مېشتو ځایونو کې سکولونو ته له تګه انکار وکړ. هغه استادان دریځ لري چې دا ګام یې خپل ژوند ته خطر مخنیوي لپاره اخیستی دی.

اخوا د شعیه ګانو د ځايي تنظیم انجمن حسینیه مشر عنایت علي توري د دغو غوښتنو مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې د هغوی له سلا مشورې بغیر دا کار ورته د منلو وړ نه دی.

د تعلیم د محمکې ځايی مشر فرید الله محسود مشال راډيو ته وویل د حالاتو تر خرابېدو وروسته د څه وخت لپاره داسې شوي وو خو دا اختیار یې نشته نو په سیمه کې د تحصیل په کچه د پالیسۍ نافذ کولو غوښتنه به خپلو مشرانو سره شریکوي.

محسود وايي، په پرایمرۍ سکولونو کې د استادانو ګمارنې له متعلقه ځایونو کېږي خو دا چې په مډل او هايي سکولونو کې د ګمارنو لپاره دا پالیسي ده چې په ضلعي کچه دې کسان واخیستل شي نو ځکه هلته ډېره برتي له بره کورمې شوې ده.

نوموړي دا هم وویل چې اوله به غواړي چې د بره کورمې استادان خپلو دندو ته ولاړ شي، که داسې ونه شوه نو له نورو ځایونو به د سني استادانو تبادله وکړي او که هغسې هم ونه شوه نو بیا به په عارضي ډول د استادانو برتي وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې د څلورمې پېښې وروسته په کورمه کې تعليمي هلې ځلې ټکنۍ شوي او د هغه ځای یو شمېر سکولونه لا هم تړلې دي.

په کورمه کې د سکولونو بندېدو ضد بیا بیا مظاهره هم شوې دې. د جون پر ۱۱مه په سده کې د احتجاج ګډونوالو وویل چې د مې څلورمې تر پېښې وروسته د منځنۍ او کوزې کورمې تر ۱۵ پورې ښوونځي بند شوي او یا د ښوونکو له کمي سره مخامخ دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG