د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې ۲ وروڼه وژل شوي دي


د باجوړ پولیس د ګزمې په وخت بېلابېل ځایونه ګوري - انځور له ارشیفه
د باجوړ پولیس د ګزمې په وخت بېلابېل ځایونه ګوري - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې په عنايت کلا کې په يو بل برید کې ۲ وروڼه په ډزو وژل شوي دي.

د باجوړ پولیسو نن (د جون ۲۲مه) مشال راډيو ته وویل چې سهار وختي مولانا نور محمد او د هغه کشر ورور زبیر په عنایت قلعه بازار کې خپل دوکان ته په ګاډي کې روان وو چې ناپیژندل شویو موټر سایکل سپرو پرې ډزې وکړې. بریدګر د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

د پولیسو په وينا په ګاډي کې ناست یو بل کس قاری سراج الدین په ډزو ژوبل شوی چې د درملنې لپاره د باجوړ خار مرکزي روغتون ته وړل شوی دی. پولیس وايي دوی پلټنې پيل کړي خو تر اوسه معلومه نه ده چې برید کوونکي څوک دي.

د عنایت قلعه بازار د دوکاندارانو د اتحادیې مشر عمران ماهر مشال ریډیو ته وویل چې وژل شوي وروڼه د انعامخورو چینه ګۍ ماموندو اوسیدونکي وو او له هیچا سره یې دښمني نه وه. عمران ماهر زیاته کړه چې مولانا نور محمد او زبیر له کوم سیاسي ګوند یا ډلې سره هم تعلق نه درلود. نور محمد په عنايت بازار کې د قالینو خرڅولو دکان درلود.

تر اوسه چا د دې برید ذمه واري نه ده منلې. په باجوړ کې د اپريل پر نهمه هم يو ديني عالم وژل شوی وو. پولیسو مشال راډيو ته ويلي وو چې د ماموندو په لغړۍ کې وسلوالو د دیني عالمانو پر ګاډي برید وکړ چې پکې مولانا نصیب ګل ووژلو شو او شفیع الله ژوبل شو.

د دغه حملې ذمه واري هم کومې وسله والې ډلې نه وه منلې. پولیس تر هغه او نورو بریدونو وروسته د پلټنو وعدې کوي خو تر اوسه د هدفي حملو په اړه د تحقیقاتو هېڅ تفضيل نه دی په ډاګه کړی.

د جون پر درېيمه، يوې بمي چاودنې په واړه ماموند سیمه کې ۲ تنه وژلي وو. د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ ويلي وو چاودنه د واړه ماموند په بانډګۍ کلي کې هغه مهال وشوه چې یو بجري وړونکی ګاډی پر ځمکلاندې بم وروخوت. په چاودنه کې د ګاډي چلوونکی شیر ولي او د هغه ورور ګل اعظم جان وژل شوي دي.

د واړه ماموند تحصیل پولیسو مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د ریموټ کنټرول له لارې شوې. د برید ذمه واري چا نه وه منلې. په باجوړ کې تر دې مخکې هم په هدفي بریدونو کې قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پرضد یې په سیمه کې پراخې مظاهرې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG