د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد جرګه کېږي


په باجوړ کې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر پینځمه د امنیت لپاره پراخه مظاهره شوې وه.
په باجوړ کې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر پینځمه د امنیت لپاره پراخه مظاهره شوې وه.

د باجوړ ولسي کمېټۍ د سیمې د امنیتي ستونزو د هواري لپاره د مې پر ۲۵مه د جرګې کولو اعلان کړی دی.

د امنیتي چارو لپاره د جوړې کمېټۍ ګډونوالو د مې پر لومړۍ نېټه د باجوړ په مرکز خار کې یوې غونډې ته وویل چې په هغه ضلع کې د امنیت وضع خرابه ده، هدفي بریدونه کېږي او وسلوال له خلکو باج غواړي چې له کبله یې کاروبارونه اغېزمن شوي دي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې په جرګه کې پر امنیتي چیلېنجونو (ننګونو) او د ناامنۍ مخنیوي پر لارو چارو غور کوي.

دوی له حکومته وغوښتل چې په سیمه کې دې د ناامنۍ پر وړاندې کوټلي اقدامات وکړي.

د باجوړ ضلعي انتظامیې د ولسي کمېټۍ د غونډې د ګډونوالو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیمه کې د امنیتي حالت سمولو ته ژمنه ده او دا چې امنیتي ځواکونو د وسلوالو ډلو پرضد کاروایۍ ته دوام ورکړی دی.

په باجوړ کې په ۲۰۲۲ز کال کې هم د ناامنۍ پرضد جرګې او مظاهرې شوې وې چې تر هغې وروسته امنیتي چارواکو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې ولسي خلکو پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شاوخوا څلورو میاشتو کې په هېواد کې "د ترهګرۍ ۴۳۶ پېښې شوې چې ۲۹۳ کسان پکې وژل شوي او ۵۲۱ ژوبل" دي.

د نوموړي په وينا، روان کال د ترهګرو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې "۱،۳۷۸ مشکوک ترهګر پکې نيول شوي او ۱۵۷ وژل شوي" دي. نوموړی وايي، د عملیاتو پر مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان وژل شوي او ۱۱۷ ژوبل دي.

د چودري په وينا، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

په همدې حال کې تېره میاشت د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت وویل، د وسلوالو ډلو پرضد کوټلي عملیات کوي. په دې لړ کې د اپرېل پر ۱۴مه په قامي اسمبلۍ کې بحث وشو چې پکې د پوځ لوړپوړو چارواکو وویل چې په قبایلي ضلعو کې به هدفي عملیات روان وي.

XS
SM
MD
LG