د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې په دوه جلا جلا پېښو کې ۲ کسان وژل شوي، ۲۵ ژوبل دي


په باجوړ ماموندو کې د جون په درېیمه د چت غورځیدو له امله ژوبل شوي روغتون ته وړل کیږي.
په باجوړ ماموندو کې د جون په درېیمه د چت غورځیدو له امله ژوبل شوي روغتون ته وړل کیږي.

چارواکي وایي، نن (د جون پر درېیمه) د خیبر پښتونخوا باجوړ ضلعې په واړه ماموند سیمه کې بمي چاودنې دوه تنه وژلي دي.

د ژغورنې اداره ۱۱۲۲ وایي، چاودنه د واړه ماموند په بانډګۍ کلي کې هغه مهال وشوه چې یو بجري وړونکی ګاډی پر ځمکلاندې بم وروخوت.

په چاودنه کې د ګاډي چلوونکی شیر ولي او د هغه ورور ګل اعظم جان وژل شوي دي.

د وژل شویو مړي د ماموندو برخلوزو روغتون ته وړل شوي.

د واړه ماموند تحصیل پولیسو مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د ریموټ کنټرول له لارې شوې. پولیس چارواکي وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

په باجوړ کې تر دې مخکې هم په هدفي بریدونو کې قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پرضد یې په سیمه کې پراخې مظاهرې هم شوې دي.

د باجوړ په ماموند تحصیل کې په یوه بله پېښه کې د چت پریوتو له امله ۲۵ ښځې او ماشومان ژوبل شوي دي.

په باجوړ کې د ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکۍ وايي په سيوۍ ماموندو سیمه کی د کور د برانډې پريوتو له امله د ماشومانو او ښخو په ګډون ۲۵ کسان ژوبل شوي.

د ماموندو استوګن او خبریال بلال ياسر مشال راډیو ته وویل، د يو مړي د غمرازۍ لپاره دا کسان ورغلي ول چې د برنډې چت پرې پریوت. مالومه نه ده چې د چت پریوتو څه وجوهات دي؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG