د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم د قرض اخیستو لپاره د نړيوال مالي صندوق له چارواکو سره کتلي دي


شهباز شريف د نړيوال مالي صندوق له اداري مشرې سره د ملاقات په وخت
شهباز شريف د نړيوال مالي صندوق له اداري مشرې سره د ملاقات په وخت

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فرانس په سرښار پېرس کې د نړيوال مالي صندوق له چارواکو سره کتلي دي.

شهباز شريف د نوې نړیوالې مالیاتي معاهدې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره فرانس ته تللی دی. د هغه دفتر د جون پر ۲۲مه پر ټويټر ليکلي‌چې نوموړي د نړيوال مالي صندوق (ای اېم اېف) له اداري مشرې، کريسټالېنا جورجيووا سره ملاقات کړی دی.

د وزيراعظم دفتر ويلي چې شهباز شريف په دې ملاقات کې د ای اېم اېف د قرض پروګرام او دوه اړخيزو چارو ټينګار وکړ. پېرس ته د شهباز شريف تر تګ مخکې پاکستاني رسنيوو ويلي وو چې وزيراعظم غواړي د نړيوال مالي صندوق چارواکو ته ډاډ ورکړي چې د نور قرض د ادايګۍ شرایط پوره کولی شي نو ځکه دې یې ژر تر ژره ورکړي.

شريف د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو سره د جون په پينځمه په يوه مرکه کې ويلي وو چې پاکستان وار له مخه د ای اېم اېف شرطونه پوره کړي دي. شهباز شريف وويل چې هيله لري چې ای اېم اېف به د پور ورکولو پروګرام عملي کړي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په همغه کال کې یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو چې په روانه جون مياشت کې پای ته رسېږي.

اسلام اباد دا مهال له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کوي خو د تېر کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار دی.

شهباز شريف پېرس ته د نوې نړیوالې مالیاتي معاهدې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره تللی دی. په دې غونډه کې د هوا د بدلون د خرابو اثراتو سره د نړيوالې مبارزې په اړه خبرې کېږي. هغه د دې سفر په اړه د جون پر ۲۱مه پر خپل ټویټر لیکلي چې پاکستان د جي ۷۷ جمع چین په ډله کې شامل دی او د اب و هوا بدلون سره هم مخامخ دی. د هغه په خبره نو دې حالاتو ته په کتو یې هېواد د نړیوال مالیاتي نظام لپاره د رول لوبولو لړ کې په یو ښه مقام دی.

د پاکستان حکومت له نړيوال مالي صندوق څخه د پورونو شرایط اسانولو په لټه کې دی. د ۲۰۲۲ کال په سیپتمبر کې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د امريکې د سفر په وخت ويلي‌وو چې هېواد یې سېلابونو ځپلی دی نو ځکه دې نړيوال پورونه په اسانه شرطونو ورکړل شي.

نوموړي په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي وو چې ای اېم اېف چې په پاکستان کې د تحريک انصاف له تېر حکومت سره پور ورکولو پر وخت کوم شرطونه اېښي ول، هغه اوس د دوی لپاره پوره کول يې ګران دي. نوموړي دا هم ويلي وو چې د هوا بدلون د خرابو اثراتو مخنيوي لپاره بايد پاکستان سره مرسته وشي.

په پاکستان کې د جون له ۱۴مې راهيسې بارانونو او سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ د دې هېواد په لکونو جريبه مځکه ولاړ فصلونه تباه کړي دي. د حکومت وړاندې ويلي ول چې سېلابونو د دې هېواد ته د ۱۰ اربه امريکايي ډالرو تاوان رسولی دی. خو وروسته يې وويل چې د زیان اندازه ۳۰ اربه ډالره ده.

XS
SM
MD
LG