د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف: د جون تر پایه به له ای اېم اېف سره د پور اخیستو تړون وشي


شهباز شريف خبريالانو ته د خبرو په حال کې - انځور له ارشيفه
شهباز شريف خبريالانو ته د خبرو په حال کې - انځور له ارشيفه

د پاکستان وزيراعظم تمه لري چې د روانې جون میاشتې تر اخري پورې به د پيسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) سره تړون وشي.

وزيراعظم شهباز شريف د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو سره د جون په پينځمه په خبرو کې ويلي چې پاکستان وار له مخه د ای اېم اېف شرطونه پوره کړي دي. شهباز شريف وويل چې هيله لري چې ای اېم اېف به د پور ورکولو پروګرام عملي کړي.

شهباز شريفه د ترکیې د ولسمشر رجب طییب اردوغان چې تېره اوونۍ بیا د دې هېواد ولسمشر ټاکل شوی وو، د جون پر درېيمه شوې د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره انقرې ته تللی وو.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په همغه کال کې یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو چې په روانه جون مياشت کې پای ته رسېږي.

اسلام اباد دا مهال له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کوي خو د تېر کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG