د لاسرسي ځای

تازه خبر

سانچيز: پاکستان ته د قرض په پرېکړه کې امريکايي مداخله نشته


په پاکستان کې د IMF استازې، تيریسا دابين سانچيز
په پاکستان کې د IMF استازې، تيریسا دابين سانچيز

د پېسو نړيوال صندوق يا انټرنېشنل منيټري فنډ وايي د امريکايي چارواکو بيانونه پاکستان ته د قرض ورکولو پر پرېکړه اغېز نه لري. د پېسو نړيول صندوق يا ای، ايم، ايف د ويب سايټ تر مخه يونان، اوکراين، پاکستان او مصر هغه هېوادونه دي چې دې ادارې ورته تر ټولو ډېر قرض ورکړی.

د پاکستان لپاره د دې ادارې استازې، تيريسا دابين سانچيز د دسمبر په درېيمه مشال راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په ۱۸۹ غړو هېوادونو کې امريکا يې ادارې ته تر ټولو ډېرې پېسې ورکوي خو دوی د پور د ورکولو فېصلې پر سياسي بنيادونو نه کوي.

نوموړې زياته کړه: ((دا رښتيا دي چې د آی، ایم، ايف په پېسو کې د امريکا نيزدي ۱۷ فیصده برخه ده. خو زموږ اداره تر پراخه ارزوونو وروسته د قرض ورکولو پرېکړه کوي. فېصلې پر رايو نه کېږي. دا په دې مانا نه ده چې د نړيوالې ټولنې پېسې به په سمه طريقه نه مصرفېږي. پاکستان دا وخت له موږ قرض غوښتی دی. موږ ورته ځواب ورکړی او د دوی په درخواست کار روان دی. هيڅوک په دې کار کې مداخله نه کوي.))

موږ غواړو پاکستان ته داسې قرض ورکړو چې د دوی لپاره بهترين وي.
سانچيز

د يادونې ده چې د جولای په دېرشمه د امريکا بهرنيوو چارو وزیر مايک پومپيو سي، اين، بي، سي ټيليويژن سره د مرکې پر مهال آی، ايم، ايف ته خبرداری ورکړ چې که اسلام اباد ته پېسې ورکړي هغوی پرې د چين قرضونه خلاصوي او واشننګټن نه غواړي د امريکايي ټېکس ورکوونکو پېسې د دوی سيال هېواد چېن جېب ته لاړې شي.

پاکستان څومره قرض غواړي؟

د پاکستان خزانې وزیر اسد عمر په بېلابېلو خبرې غونډو کې ويلي چې د بهرنيوو پورونو خلاصولو او اقتصاد سم ساتلو لپاره خوا او شا نهه اربه ډالرو ته ضرورت لري. د پاکستان حکومت په دې کې درې اربه ډالره له سعودي عرب اخيستي دي او وايي غواړي شپږ اربه له ای، ايم، ايف تر لاسه کړي.

په اسلام اباد کې د دې ادارې استازې، تيريسا دابين سانچيز مشال راډيو ته وويل لا یې هم پرېکړه نه ده کړې چې پاکستان ته څومره پېسې ورکړي.

موږ داسې نه کوو چې يو ملک ته ووايو چې دا کارونه وکړه نو بيا به پېسې درکړو.
سانچيز

د هغې په وېنا د دوی د قرض پروګرام پاکستان ته د لويو پروژو لکه چين – اقتصادي راهدارۍ منصوبې د ځنډولو نه وايي بلکې دا په دغه ملک پورې اړه لري چې په کومه برخه کې خپل لګښتونه کموي. ((موږ پر دې غږيږو چې پاکستان له نورو سرچينو کوم مالي ملاتړ لاس ته راوړي. موږ د يو هېواد مالي ستونزې ارزوو او مالي سرچينې يې ګورو. دا د دې لپاره کوو چې موږ کم قرض ورکوو د هغې له فشاره ووتلی شي.))

په ۱۹۴۷ کال کې جوړې شوي پاکستان ۱۹ ځلې له ای، ايم، ايف قرض اخيستی دی. د پاکستان وزيراعظم عمران خان د دسمبر په دوهمه ځينو خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې له ای، ايم، ايف څخه د پور اخیستلو شرطونه د پاکستان پر ولس ډېر فشار اچولی شي نو ځکه يې حکومت کوښښ چې د مذاکراتو له لارې دغه شرطونه اسانه شي.

XS
SM
MD
LG