د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال بينک له پاکستانه د خپل پور اخیستل ځنډولي دي


د نړيوال بينک دفتر
د نړيوال بينک دفتر

نړیوال بینک له پاکستانه د خپلو قرضونو اخیستل د روان کال تر پایه ځنډولي دي. د جون په ۱۹ مه د ياد بینک په ویبپاڼه خپرو شویو معلوماتو ترمخه پاکستان ته د ۲.۴۱ اربه ډالرو قرضونو اخیستل په دې مقصد ځنډول کېږي چې دا هېواد د کورونا وبا سره د مبارزې لپاره زیات مالي وسایل ولري.

په دې هکله د اقتصادي چارو پوه ډاکټر معراج الحق وویل چې پاکستان په وروستي بجټ کې د ځینو محدودیتونو لوجې د صحت لپاره ډېرې کمې پېسې بېلې کړې وې نو د نړيوال بینک له دې اقدام سره به اوس دا هېواد د صحت څانګې ته پام وکړلی شي.

نړيوال بينک د څارنې انتظام لري. دوی به ګوري چې پاکستان دغه پېسې د کورونا وایرس سره په مبارزې لګوي او کنه؟
ډاکټر معراج الحق


هغه د جون په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل: (( په دې ورستي وفاقي بجټ کې خوا او شا ۳۰۰۰ اربه روپۍ د قرضو د ادا کولو لپاره ايښودل شوي نو له دې وجې حکومت مجبوره وو چې د صحت، تعلیم، پرمختیايي کارونو او په خاصه توګه د کورونا وبا ضد مبارزې لپاره ډیرې کمې پېسې مختص کړي. یعنې په دې بجټ کې نیغ په نیغه له عوامو سره ډیره کمه مرسته وشوه خو اوس چې نړیوال بینک له پاکستانه د خپلو قرضونو وصولي ځنډوي نو حکومت دا پېسې د کورونا وبا له وجې رامنځ ته شوي بحران لپاره استعمالولی شي.))

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۰ – ۲۰۲۱ مالي کال لپاره څه د پاسه ۷۰۰۰ اربه روپيوو بجټ اعلان کړی دی. د جون په دولسمه پارليمان ته وړاندې شوي کلني بجټ کې د دفاعي لګښت او امنيت لپاره خوا اوشا ۱۳۰۰ اربه روپۍ بېلې شوې دي.

خو په دې بجټ کې یې د صحت څانګې لپاره ۷۵ اربه روپۍ ایښي دي. همداراز یې کورونا وایرس پر ضد کار کولو او د دې وبا له وجې متاثره شوي کاروباريانو سره د مرستې لپاره نورې ۷۰ اربه روپۍ هم بېلې کړې دي.

د بجټ دې ویش ته په کتو سره د صحت څانګه به بجټ کې درېيمه حصه لري. دا شمېرې او صورتحال مو د واکمن پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي او د اقتصادي چارو پارلېماني سیکتر محمد یعقوب شیخ په وړاندې کېښود.

قرضونه خلاصول زموږ لومړۍ، دفاعي چارې زموږ دويمه او د روغتيايي‌خدماتو برابرول زموږ درېيمه ترجيح ده
یعقوب شېخ


هغه د جون په۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې هېواد یې ترجيحات د ضرورت مطابق ټاکي. (( اوله ترجیح خو د نړیوالو مالي ادارو سره د قرضونو ادا کولو لوظنامې پوره کول دي د دې نه بغیر یو هېواد په اقتصادي توګه ولاړ نشي پاتې کېدلی. دویمه ترجیح مو دفاع ځکه ده چې مونږ په مغربي سرحد د یو لوی دښمن سره مخامخ یو او په مشرقي سرحد مو هم د امنیت مسله ده. نو په دې لړ کې زمونږ دفاعي لګښت زیات دی. باقي د کورونا وبا سره د مبارزې په لړ کې حکومت ځانګړي اقدامات کړي چې پکې د دې وایرس د مخنیوي ترڅنګ د روغتیا انتظامات او د دې وبا لوجې بې رزوګاره شویو خلکو مالي مرستې شاملې دي نو حکومت د کورونا وبا په وړاندې خپل کردار په ښه توګه ترسره کوي.))

د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قرېشي هم د جون په ۱۴مه رسنيوو ته لېږلې يوه ويډيو پېغام کې ويلي چې د دفاع لپاره ځانګړې شوې پېسې له صحت، ترقياتي کار يا کومې بلې برخې نه دې شوکول شوې. د هغه په وېنا حکومت د دې لپاره دفاعي لګښتونه ودرولي چې د کورونا وبا سره سمه مبارزه وشي او اقتصاد له بحرانه وساتل شي.

د اقتصادي چارو پوه ډاکټر معراج الحق وايي نړیوال بینک به له نزدې څاري چې د دوی لخوا ځنډول شوی قرض د کورونا وبا پر ضد ولګول شي: ((اول خو دا چې حکومت ته د روغتیا په څانګه کې د نیمګړتیاوو احساس شته، نو دا پیسې به هم په دې برخه کې لګوي. دویمه دا چې د دفاع لپاره ضروري بجټ له وړاندې مختص شوی نو داسې نه ښکاري چې نورې پیسې دې هم وغواړي. اودرېمه دا چې نړیوال بینک د چیک اینډ بیلنس (څارنې) نظام لري نو هغوي به هم دا یقیني کوي چې د کوم قرض وصولي یې ځنډولې هغه یواځې د کورونا وبا پر ضد هلو ځلو باندې ولګول شي.))

د یادونې ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اپریل په ۱۳ مه په یوه ویډیوي وینا کې د پرمخ تللیو هېوادونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو مالي ادارو مشرانو ته اپیل کړی وو چې کمزوري اقتصاد لرونکیو هېوادونو ته د ورکړل شویو قرضونو په اخیستلو کې دې نرمي وکړي چې دا راز دغه هېوادونه خپل مالي وسایل د کورونا وبا پر ضد مبارزې لپاره استعمال کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG