د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني وايي چين بايد روسیې ته وسلې ورنکړي


د جرمني چانسلر اولاف شولڅ (ښي خوا ته) له خپل چیني سیال لی کیانګ سره د جون په ۲۰مه په برلین کې خبري غونډې ته روان دي.
د جرمني چانسلر اولاف شولڅ (ښي خوا ته) له خپل چیني سیال لی کیانګ سره د جون په ۲۰مه په برلین کې خبري غونډې ته روان دي.

د جرمني چانسلر اولاف شولڅ د جون په ۲۰مه وویل چې پر بیجینګ غږ کوي چې پر مسکو خپل اثر رسوخ د اوکراين جنګ په لړ کې وکاروي.

د جرمني په سرښار برلین کې تر دواړخيزو خبرو وروسته له خپل چينايي سيال لي چيانګ سره يوځای د خبرو پرمهال چانسلر يا وزیراعظم اولاف شولڅ وويل، چين دې روسیې ته وسله نه ورکوي او په اوکراين کې جګړه بايد په منجمده شخړه بدله نه شي.

چین د جګړې په اوږدو کې ځان د یو بې طرفه منځګړي په توګه ښوولی. خو د روسیې د یرغل له غندلو څخه انکار او مسکو ته د ولسمشر شي جېن پېنګ وروستی سفر د دې لامل شوی چې لویدیځ قدرتونو چین د روسیې په ملاتړ تورن کړي.

خو چین وایي چې "د اوکراین د کړکیچ د حل یوازینۍ لار د سولې او خبرو اترو وده ده" او دریځ لري چې بیجینګ په هغه جګړه کې کوم لوري ته وسلې نه دي ورکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG