د اسټرالیا د سېډني ښار په سېلانۍ سيمه بونډي کې وسلوالو په ډزو لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) رپورټ ورکوي چې دا برید د یهودانو د هانوکا په نوم د اختر، چې په عربۍ کې عیدالانوار بلل کېږي، پر مهال شوی دی.
پولیس وايي، په ځوابي ډزو کې يې یو وسلوال وژلی او بل یې زخمي شوی چې حالت يې نازک دی.
د نیو ساوت وېلز ریاست د پولیسو د یوه بیان له مخې په ټپیانو کې دوه پولیس افسران هم شامل دي.
انلاین خپره شوې یوه ویډیو چې ویل کېږي په بونډي ساحل کې ثبت شوې او په خپلواکه توګه يې پخلې نه دی شوی، ښکاري چې ۲ وسلوال ډزې کوي او خلک چیغې وهي او تښتي.
عیني شاهدانو ځايي رسنیو ته ویلي چې په سلګونه کسان د یهودانو د هانوکا اختر لپاره په بونډي ساحل کې ورټول شوي ول.
د اسراییلو ولسمشر اسحاق هیرځوګ وویل چې "وحشي ترهګرو" په یهودانو برید کړی چې په بونډي ساحل کې د هانوکا د لومړۍ شمعې د بلولو لپاره تللي ول.
بلخوا فرانس پرېس اژانس ليکي چې د اسټرالیا وزیر اعظم اینتني البانېس د ډېسېمبر پر ۱۴مه وویل چې په بونډي ساحل کې پر خلکو برید له فهمه پورته خبره ده او د هغو رضاکارانو ستاينه يې د "اتلانو " په نامه وکړه چې د پیښې پر وخت يې له ځپل شويو سره مرستې کړې دي.